هرات (پژواک، ٢٣ کب ٩١): د هرات ولايت د اوبو لګولو رياست یو کارکونکى د بډو اخېستو په تور د لوېدیځ زون د فساد پر وړانډې د مبارزې د ادارې له خوا ونیول شو.
په لوېديځ زون کې د فساد پر وړانډې دځانګړې ادارې ریيس محمد طاهرعنبري پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کس د هرات د اوبو لګولو د رياست فعال انجينیر و، چې نن غرمه له یوه تن څخه د پنځه زره امریکایي ډالرو د اخېستو پر مهال دخپل کار په دفتر کې لاس په لاس ونیول شو .
ده زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې د ملي امنیت او څارنوالۍ پلاوی هم ورسره و او پیسې د ښار د یوه وګړي د شکایت پر اساس، له مخکې ورته نښه شوې وې .
د هرات د ملی امنیت یوه کارکونکي هم وويل، چې تورن کس اوس د پولیسو تر توقيف لاندې دى.
سرچينه وايي، چې د روانې یوې میاشتې په دوران کې يې د انجیل ولسوالی د ښاروالۍ مدیر او د هرات ښار د اوبو رسولو د ادارې يو بل کارکونکى هم د بډو اخېستو په تور نيولي دي.