Language

له هرات زندانه پر شل کاله بند محکوم بندي تښتېدلى

هرات ښار (پژواک ٢٣ کب ٩١): د هرات له زندان څخه پر شلو کلونو بند محکوم يو سياسي بندي تښتېدلى دى.

د هرات ښار د ښاري څارنوالۍ مشر څارنمل ګل احمد رامش د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه تن د حکومت خلاف د وسله واله ډلو پر جوړولو تورن و او دوه کاله مخکې په غوريانو ولسوالۍ کې نيول شوی و.

هغه زياته کړه، چې دغه بندي قاري غلام رسول نومېږي او د غوريانو  ولسوالۍ د روشانو کلي اصلي اوسېدونکى دى.

رامش وايي، چې نوموړى د ۱۳۸۸ لمريز کال  د زمري مياشتې په ١١مه نېټه د ملي امنيت د جرايمو ضد محکمې له خوا پر شل کاله بند محکوم شوی و.

د نوموړي په وينا، تېره ورځ د ملي امنيت رياست دوى ته خبر ورکړ، چې قاري غلام رسول له زندانه  تښتېدلی، خو دا چې نوموړى څه ډول تښتېدلى، په اړه يې معلومات نه درلودل.

د ښاري څارنوالۍ مشر وايي، چې يوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، څو دا پېښه وڅېړي.

د هرات په زندان کې اوس مهال د ۱۵۳ ښځو په ګډون ۲۹۵۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور د بند شپې سبا کوي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته د ياد بندي تښتېدنه تاييد کړه او ويې ويل، چې د زندان له کار کوونکو څخه په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.

Related Topics