جلال اباد (پژواک ٢٧ کب ٩١): د کابل-جلال اباد لويه لار، چې د لغمان اړوند د درونټې تونل په دوه سوه مترۍ کې د غره ښوېيدو له امله له تېرو دوو ورځو راهيسې بنده وه، نن تر غرمې به بشپړه پرانيستل شي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې د لغمان او ننګرهار د فوايد عامې او د ملي اردو ځواکونو له خوا تر پرله پسې هلو ځلو وروسته تېره شپه دا لاره خلاصه شوې ده.
خو هغه زياته کړه، چې نن سهار يې لاره بېرته بنده کړې او هڅه کوي، چې تر غرمې پورې لاره په بشپړه توګه د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.
د هغه په وينا، تېره شپه ځکه خلاصه شوې وه، چې د شپې له خوا د موټرو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه کمه وي.
په جلال اباد کې د کابل اډې يو منشي بريال وايي، چې بېګا شپه ټول موټر د جلال اباد-کابل پر لويه لاره تلل راتلل، خو اوس يواځې د جلال اباد له طرفه کولى شي، چې پر يادې لارې حرکت وکړي.
د ده په وينا، چې د کابل له طرفه موټر په باى پاس سړک راتاوېږي او لويې لارۍ بيا پر هغې لارې نه شي کولى، ولاړې شي.
دا لاره دوه ورځې مخکې وروسته له هغه د ترافيکو پر مخ وتړل شوه، چې د درونټې تونل په دوه سوه مترۍ کې د لغمان په ساحه کې له سختو بارانونو وروسته د غره يوه برخه وښوېيده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن