Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز معلولين د کار او ټولنيزو چارو رياست په اداري فساد تورنوي

کندوز (پژواک ٢٧ کب ٩١): د کندوز د کار او ټولنيزو چارو رياست مخې ته معلولينو او معيوبينو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې له اداري فساد څخه شکايت وکړ او د دې ادارې د چارواکو د لرې کولو غوښتنه يې کوله.

اعتراض کوونکو، چې شمېر يې له سلو تنو زيات وو، ويل، چې له تېرو درېيو مياشو راهيسې معاش نه دى ورکړل شوى.

د معترضينو په وينا، دوى ته نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې د ژمي په سختو ورځو کې له لرو پرتو سيمو په کندوز ښار کې دې ادارې ته راشي او ساعتونه ساعتونه د دروازې شا ته  د شهيدانواو معلولينو کتابچې د اخيستو لپاره انتظار وباسي.

هغوى ګواښ وکړ، چې که غوښتنې يې ونه منل شي، نو پراخ لاريونونه به وکړي.

معترضينو، چې کونډې ښځې هم په کې وې، د کار او ټولنيزو چارو رياست مامورين په کار نه کولو او رشوت اخيستنه تورن کړل.

د نسيمې په نوم يوې مېرمن، چې خاوند يې په کورنيو جګړو کې له لاسه ورکړى، وويل: “درې مياشتې کېږي، چې د معاشونو په کتابچه پسې مې ګرځوي، په نن او سبا مو تېرباسي، زه يوه غريبه ښځه يم، د موټر د تګ راتګ کرايه نه لرم.”

دکندوز د چهار درې ولسوالۍ دې اوسېدونکې پژواک ته وويل، چې د کار او ټولنيزو چارو  مامورين د کتابچې اخيستو په بدل کې ترې پيسې غواړي، خو دا هغوى ته د ورکړې لپاره پيسې نه لري.

يو بل معلول پادشاه خان هم وويل: “درې مياشتې وشوې، چې د معلولينو او شهيدانو د وارثانو معاش نه دى ورکړل شوى او هغه پيسې چې د موسساتو له خوا د معلولينو د مرستې لپاره ورکول کېږي، د کار او ټولنيزو چارو رياست د چارواکو جېبونو ته ځي.”

هغه ادعا وکړه، چې په کار او ټولنيزو چارو رياست کې فساد اوج ته رسېدلى، حتى تر دې، چې د څانګې مامورين د شهيدانو ورثې ته د کتابچو د وېش په بدل کې له زرو نيولې تر ١٠زرو افغانيو د رشوت  غوښتنه کوي.

دکندوز د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييسې معصومې يقين وويل: “د کار او ټولنيزو چارو رياست په ګډون ممکن په ډېرو دولتي ادارو کې په بېلابېلو کچو اداري فساد شتون ولري، موږ له دې موضوع انکار نه کوو، خو د ولسمشر د ٤٥مې ګنې فرمان له مخې، تر يوې اندازې د اداري فساد مخه نيول شوې ده.”

هغې زياته کړه، چې سږ کال يې د دې ادارې دوه مامورين د معلولينو د غوښتنې له مخې د رشوت اخيستو له امله بدل کړي او له بېلابېلو ادارو سره يې د معلولينو د ستونزو د کنټرول، څارنې او څرنګوالي په موخه پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي.

مېرمن يقين په ډاکه کړه، په داسې حال کې چې له مالي کال نه درې مياشتې تېرېږي، خو لا هم له کابل څخه دې ادارې ته د معلولينو او شهيدانو د ورثې معاشونه نه دي راغلي، هر وخت چې د هغوى معاشونه راشي، نو وربه يې کړي.

د کار او ټولنيزو چارو رييسې وويل، چې معلولين او معيوبين د ټولنې محروم او زيانمن شوى قشر دى او بايد پرې شفقت وشي.

په ولسي جرګه کې د معلولينو ، معيوبينو او شهيدانو د ورثوو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې له ٨٠٠ زرو زيات معلولين او معيوبين شته، چې ٤١سلنه يې ښځې او پاتې نور يې نارينه جوړوي .

معلولين د کار، حرفوي زده کړو او د دولت له خوا د معاشونو کموالى هر وخت د خپلو عمده ستونزو په توګه يادوي او وايي، چې مياشتنى معاش يې ١٥٠٠افغانۍ دى، چې په هېڅ صورت سره  د دوى اقتصادي ستونزې نه شي هوارولاى .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.