هرات ښار (پژواک، ٢٧ کب ٩١): د هرات چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز کې يوه پېغله د خپل ورور له لوري وژل شوې ده.
د هرات د استيناف څارنوالۍ د ښاري محکمې رييس ګل احمد رامش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د هرات ښار د شال بافانو نومې سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، د فاضلې په نوم يوه ١٥کلنه پېغله چې د هغې د خوښې خلاف خپل د تره زوى ته په دا وروستيو کې کوژده شوې وه، د خپل ورور له خوا د چړې په وسيله يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دى وايي، د پېښې عامل تښتېدلى، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د رامش د لومړنيو معلوماتو له مخې، وژل شوې نجلۍ له تره زوى سره د کوژدن کلک مخالفت کړى و، تر هغه وروسته هغه له يوه بل ځوان سره له کوره د تېښتې هڅه کړې، چې له ښاره د وتلو پرمهال نن سهار د هغې د کورنۍ د غړو له لوري نيول شوې او ٧ چړې يې وهلې ده.
د هغه په وينا، نجلۍ په لومړي سر کې تپي وه، خو روغتون ته په لاره يې ساه ورکړې ده.
دى وايي، قاتل او د نجلۍ ملګرى دواړه نادرکه دي.
د هرات د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون ريیس عبدالقادر رحيمي، دغه پېښه په سختو ټکو وغندله او ويې ويل چې د يوې کورنۍ د غړي له خوا دا ډول وژنه ناوړه عمل دى، چه دولت یې بايد عامل له قانون سره سم مجازات کړي.
ده زیاته کړه، د کال له پيله په هرات کې له دغې پېښې سربېره د غیرت په نوم د ښځو د وژلو ۲۵، خو د زون په کچه ۳۵ پېښې له دوى سره ثبت دي.
په تېر کال دغه شمېره د زون په کچه ۲۲ پېښې ښودل شوې وې.