کندوز (پژواک ٣ ورى ٩٢): حکومتي چارواکي وايي، چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ١٠ طالبان وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.
ياده نښته تېر ماښام د دوو ساعتونو لپاره د دې ولسوالۍ په چاکرانو سيمه کې رامنځ ته شوه.
د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ نن پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده نښته هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د دولت مخالفينو پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ.
هغه وويل: ((امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو مخالفين په شا تګ ته مجبور شول.))
راسخ وايي، د موسمي اورښتو له امله نښته درېدلې او د وضعيت په ښه والي سره به په دې ولسوالۍ کې ګډ عمليات پيل شي.
له بلې خوا د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، چې د دې ولسوالۍ اوضاع اوسمهال ارامه ده.
هغه پژواک ته وويل: ((مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو کره معلومات په لاس کې نه لرم، خو د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې پوليس ټپيان دي.))
هغه وايي، د تېر ماښام په نښتو کې، چې د پول برابرا په سيمه کې رامنځ ته شوه، په ډېر احتمال سره مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
د وردوج ولسوال د مخالفينو مورال تر مخکې په خراب حالت کې وښود او پژواک اژانس ته يې وويل، چې دولتي ځواکونه د پرمختګ په حالت کې دي.
په همدې حال کې وسله وال طالبان ادعا کوي، چې په دې نښته کې يې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په يوه رالېږل شوي برېښناليک کې ويلي، چې په ياده نښته کې د دوى ملګرو، ٤٩ افغان سرتېري وژلي، ٧ يې ټپيان کړي او ٥٧ ميله وسله يې له يوې اندازې مهماتو سره لاس ته راوړې ده.
د يادونې ده، وردوج ولسوالۍ د بدخشان د مرکز فيض اباد په ٦٠ کيلومترۍ که پرته ده، چې په تېرو کلونو کې هم د امنيتي ځواکونو او مخالفينو تر منځ په کې اخ و ډب شتون درلوده.
امنيتي چارواکي وايي، ټاکل شوې د عقاب په نوم پراخ چاڼيز عمليات په دې ولسوالۍ کې د مخالفينو د پټنځاينو د له منځه وړو لپاره په لاره واچول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP