لښکرګاه (پژواک ٧ ورى ٩٢): د هلمند د سنګين-کجکي ولسواليو ترمنځ د ٣٤ کيلومتره سړک د پخولو چارې نن (د وري ٧مه) پيل شوې.
د دې پروژې د پرانيستلو په مراسمو کې چې پرون ناوخته ترسره شول، د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
جنرال نعيم په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې د سنګين او کجکې ولسواليو ترمنځ جوړېدونکى سړک ٣٤ کيلومتره اوږدوالى او ٧ متره بر لري چې په يوه کال کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
هغه زياته کړه، چې پر دغه سړک ٢٦ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي چې د برېتانيا هېواد له خوا ورکول کېږي.
والي وويل، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د يادو ولسواليو د اوسېدونکو ستونزې هوارې او د کجکي برېښنا بند ته د وسايلو لېږد به هم اسانه شي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پروژه کې به د سيمې سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره او خلکو ته به ګڼې نورې اسانتيا هم رامنځته شي.
د سنګين ولسوال محمد داود نورزي وويل، چې سنګين ولسوالۍ ته د کابل-هرات له حلقوي سړک څخه ٣٥ کيلومتره سړک لا مخکې جوړ شوى، چې نه يواځې يې پر امنيت ښه اغېز کړى، بلکې د خلکو د تګ راتګ ستونزه تر ډېره ورسره هواره شوې ده.
ولسوال زياته کړه، چې د ياد سړک د چارو په پيل سره به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او ډېرى هغه ځوانان به د دولت له مخالفته هم لاس واخلي چې اوس د بې کارۍ له امله له هغوى سره يوځاى شوي دي.
ولسوال له لوړپوړو چارواکو په سنګين کې د نورو بيارغنيزو پروژو د منظورېدو غوښتنه وکړه.
دغه راز د سنګين ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجې علي احمد پژواک اژانس ته وويل، چې د کجکي برېښنا د مزو غځولو لپاره د سړک جوړېدو کارونه روان دي.
هغه زياته کړه، چې که څه هم د دوى يو شمېر کسان په دې پروژو کې په کار بوخت دي خو غوښتنه يې وکړه، چې په چارو کې يې بايد ډېره ونډه ځايي خلکو ته ورکړي او وسايل يې هم په کې په کار واچوي.