کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۵): د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند له اعلانه هرکلی کړی او دا یې «د هغو ملکي وګړو لپاره یوه حیاتي او له ډېر وخت وروسته رامنځته شوې دمه» بللې چې له څو اونیو راهیسې یې پرلهپسې تاوتریخوالی زغملی دی.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې اسرائیل او لبنان د لس ورځني اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. هغه ویلي چې دا هوکړه په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان د چارواکو د لیدنې پر مهال شوې ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (IRC) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په لبنان کې د جګړو له امله له ۲۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او له یو میلیون څخه ډېر خلک بېځایه شوي دي.
یادې کمېټې ټینګار کړی چې باید له دغه اوربنده د یو مهم فرصت په توګه ګټه واخیستل شي، څو ملکي وګړي خوندي شي، بشردوستانه مرستو ته دوامداره لاسرسی یقیني شي او د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره شي.
په دې اعلامیه کې له ټولو اړخونو غوښتنه شوې چې «زغم» وښيي او یوې سیاسي حللارې ته ژمن پاتې شي، څو د لا زیاتې مرګژوبلې مخه ونیول شي او د دې شخړې اصلي لاملونو ته رسېدنه وشي.