فيض اباد (پژواک ١٠ ورى ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د ايساف هوايي بريد په ترڅ کې اوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال امام الدين مطمين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه د وردوج ولسوالۍ په يخشيرې سيمې کې د وسله والو مخالفينو پر دوو مورچلونو تر سره شوى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د وسله والو د دهشکې او هاوان سنګرونه له منځه وړل شوي او په پايله کې يې اوه مخالفين وژل شوي دي.
ايساف د وردوج په عملياتو کې د افغان ځواکونو له عملياتو سره هوايي مرسته منلې ده.
د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دغه بريد د افغان ځواکونو د غوښتنې او د دواړو خواوو د هوکړه ليک پر بنسټ تر سره شوى دى.
د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د وردوج په هوايي بريد کې اوه ملکي وګړي وژل شوي، خو امنيتي چارواکي بيا دغه ادعا ردوي.
د ويلو ده، چې دوه ورځې مخکې سيمه ييزو چارواکو د وردوج ولسوالۍ په بومل سيمه کې د ورته پېښې په بريد کې د درېيو ماين خښوونکو د وژلو خبر ورکړى و، خو طالبانو وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي بللي وو.
د بدخشان چارواکو تېره اونۍ هم ويلي وو، چې په وردوج ولسوالۍ کې د ګډو ځمکنيو او هوايي عملياتو په ترڅ کې ٤٣ وسله وال مخالفين وژل شوي، خو طالبانو ويل، چې په دغه بمبار کې ناسم ځايونه په نښه شوي او دوى ته پکې هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP