هرات ښار (پژواک، ١١ ورى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، چې د دې ولايت په مرکز کې يوه مېرمن د خپل خاوند له لوري په ډزو وژل شوې ده.
د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس ګل احمد رامش پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن (د وري يوولسمه) مازيګر مهال د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، د خديجې په نوم دېرش کلنه مېرمن د خپل خاوند له خوا د کلاشينکوف په ډزو وژل شوې او قاتل يې په تېښته بريالى شوى دى.
د هغه په وينا، د مېرمنې جسد يې د طبي څېړنو په موخه روغتون ته لېږدولى او پوليس د قتل د لامل په اړه څېړني کوي.
د څلورمې ناحيې يوه استوګن سميع پژواک ته وويل، په ګاونډ کې يې يوه تن خپله ښځه د کورني تاوتريخوالي له امله وژلې ده.
ده زياته کړه: “د ډزو تر اورېدو وروسته کوڅې ته راووتم، يو تن چې د تېښتې په حال کې و، کلاشينکوف ترې وغورځېده، خو خپله دى وتښتېده.”
د هغه په خبره، وژل شوې مېرمن دوه زامن او دوه لوڼې درلودې چې مشر زوى يې ١٢ کلن او کمکۍ لور يې درې کلنه ده.
په هرات ښار کې د روان کال په لومړۍ ورځ هم يوه تن خپله پېغله خور له کوره د تېښتې په تور د چړې په وسيله وژلې وه او عامل يې تښتېدلى و.
په هرات کې دا په روان کال کې د ښځو د وژنې دوهمه پېښه ګڼل کېږي.
د هرات د بشر حقونو خپلواک کمېسيون رييس غلام قادر رحيمي وايي، په تېر کال کې د قتل ۲۳ او د ځان وژنې ۴۵ پېښې ورسره ثبت شوې وې.