Language

اسعد اباد (پژواک ١٢ ورى ٩٢): په کونړ ولايت کې د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې پنځو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه د وټه پور ولسوالۍ په منګاى سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو طالب قوماندان له دوو پاکستاني ساتونکو سره وژل شوى او دوه نور طالبان ټپيان دي.

د سيدخېل په وينا، چې په دغه بريد کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics