Language

د پنځو وسله والو د نيولو ادعا وشوه

هرات (پژوک ١٣ ورى ٩٢) په هرات او بادغيس ولايتونو کې د ځينو عملياتو پر مهال پنځه وسله وال طالبان نيول شوي او يو پوليس وژل شوى دی.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام په کهسان ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو پوليس وژل شوى او د پنځو وسله والو طالبانو د نيولو ترڅنګ د هغوى يو موټر او زياته اندازه مهمات د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

نېکزاد په عملياتو کې د هغه سرحدي پوليس د خلاصون خبره هم وکړه، چې نن د اسلام کلا او هرات ښار ترمنځ وسله والو له موټره ښکته کړى و.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې امنيتي ځواکونو په اوبې ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان نيولي دي.

دغه راز د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف هم د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د درېيو وسله والو طالبانو د نيولو خبره کوي.

 شرف زياته کړه، دغو کسانو د بادغيس د قادس ولسوالۍ په نا امنه کولو کې لاس درلود او هم يې په لويو لارو کې ماينونو خښول.

وسله والو طالبانو د هرات او بادغيس د پېښو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.