کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر کولى شي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي.
کرزي دغه څرګندونې د جرمني له يوې ورځپاڼې سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر کولى شي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي.
کرزي زياته کړې: ((ملا عمر دې افغانانو ته چانس ورکړي، چې ده ته رايه ورکوي او که يې مخالفينو ته.))
ټاکل شوې، چې دغه ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه د ولايتي شوراګانو له ټاکنو سره يوځاى ترسره شي.
ولسمشر کرزي په دې مرکه کې زياته کړې، چې د افغانستان بيارغونه د ټولو افغانانو لپاره ده او طالبان هم بايد له دې څخه ګټه پورته کړي.
ولسمشر کرزي دا خبرې په داسې حال کې کړې، چې تېره اونۍ قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې هم له وسله والو غوښتي وو، چې نور دې له زور زياتي لاس واخلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن