ښرنه (پژواک ١٣ ورى ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، چې د پکتيکا په سر روضه ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ د کب په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېره ورځ ناوخته د سرروضې ولسوالۍ د مارزکو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر موټر شوې ده.
د ځدراڼ په خبره، په دې چاودنه کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې چاودنې مسووليت منلی او د پنځو اربکيانو د وژلو خبره کوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دې ترڅنګ ادعا وکړه، چې د پکتيکا د ډيلې او خوشامند ولسواليو د واچې کلا او چولي سيمو ترمنځ يې پر سيمه ييزو پوليسو او نورو دولتي سرتېرو بريد کړى او ګڼ شمېر پوليس يې وژلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن