Language

دایران په یوه ترافیکي پيښه کې ۱۵ افغانان وژل شوي

کابل (پژواک ۱۶ وری ۹۲ ) : په ایران کې دیوې ترافیکی پيښې له امله د ۱۵ افغان کډوالو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دی.

ایراني رسنۍ (فارس) د وري په ۱۶مه، خبر ورکړی چې دا پيښه نن سهار وخته ددې هیواد به شهرستان ولایت کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په یاده سیمه کې د تیلو دیوه ټانکر او د سپرلیو دیوه موټر د ټکر له امله ۱۸ کسان وژل شوي دي.

دشهرستان پولیسو ویلي چې په دې پيښه کې ۱۸ کسان وژل شوي چې ۱۵ تنه یې هغه افغانان دي چې ددوی په وینا، په غیر قانوني قاچاقي توګه ایران ته راغلي وو.

دافغانستا ن د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څخه نه دي ویلي