Language

کابل (پژواک، ١٧ورى ٩٢) : د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د هغو نهو تنو له ډلې، چې د بهرنيو ځانګړيو ځواکونو له خوا نيول شوي و، د يوتن مړى  نن د ملي اردو سرتېرو وموند.

د نرخ ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه مړى نن د ملي اردو سرتېرو نرخ ولسوالۍ ته څېرمه د بهرنيو سرتېرو د قرارګاه ( بيس ) شاته موندلى دى .

ده زياته کړه ، چې دغه مړى له بيس سره په هغه ځاى کې موندل شوى ، چې بهرنيو ځواکونو به په دغه ځاى کې ترلاسه کړي چاودېدونکي توکي له منځه وړل .

د جمال په نامه يوبل تن وويل ، چې اوس خو د يوتن مړى پېژندل شوى او امکان شته ، چې نور اته تنه هم موجود وي. 

دده په ادعا، دوى مخکې خبري شوي و،چې ځانګړيو ځواکونو ټول نهه تنه وژلي او په يوه نامعلوم ځاى کې يې خښ کړي دي.

 دغه بيس د ولسوالۍ له ودانۍ سره څېرمه پروت دى ، چې مخکې په کې ځانګړي امريکايي ځواکونه مېشت و او اوس، چې ياد ځواکونه د وري په ١٠مه له دغه مرکزه وتلي، ځاى يې ملي اردو نيولى دى.

د ميدان وردګو د نرخ ولسوال محمد حنيف حنفي وايي، چې دغه مړى ولسوالۍ ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو د مخکني بيس شا ته موندل شوى .د سيمې خلکو پېژندلى، چې قسيم د عبدالغفار زوى د نرخ ولسوالۍ د کريمدادو د سيمې اوسېدونکى و.

حنفى وويل، چې په دې اړه لا ددوى پلټنې روانې دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي هم د يوتن مړي موندل تاييد کړل او ويې ويل ، چې د ملي اردو سرتېري دغه مړى د معايناتو لپاره عدلي طب ته انتقالوي .

خو په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل ، چې دا کاملاً نادرسته ادعا ده .

سرچينې زياته کړه: (( زموږځانګړي ځواکونه نه په دې پېښه کې نقش لري او نه د پېښې په څرنګوالي خبر دي.))

 شاوخوا درې مياشتې مخکې د ميدان وردګو د نرخ او مرکز ميدان ښار شاوخوا نهه تنه ، چې ويل کيږي د ځانکړيو بهرنيو ځواکونو له خوا نيول شوي، تراوسه پورې لادرکه دي.

ددغه ولايت يو زيات شمېر اوسېدونکو څو ځله په ميدان وردګو او کابل کې د ځانګړيو ځواکونو د ځورنو، وژل او نيولو په غبرګون په داسې حال کې په لاريون لاس پورې کړ، چې د نهو لادرکه شويو کسانو انځورونه يې هم له ځان سره لرل .

له بهرنيو ځانګړيو ځواکونو څخه ددې ولايت د اوسېدونکو شکايتونه د ملي شورا ترڅنک تر ولسمشر پورې هم ورسول شول .

ولسمشر د څو پلاوو تر ټاکلو او څېړنو وروسته  د کب په ٦مه  د يوه فرمان په ترڅ کې لومړى له نرخ ولسوالۍ څخه او بياله نور ولايت نه د ځانګړو بهرنيو ځواکونو د وتلو امر وکړ .

د ولسمشرحامد کرزي تر دې امر وروسته دافغانستان او امريکا ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې، خو د وري مياشت په پيل کې په افغانستان کې د ايساف ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ ولسمشر حامد کرزي سره دليدنې پر مهال پرېکړه وکړه ، چې له نرخ ولسوالۍ څخه به يې ځواکونه په تدريجي ډول ووځي.

 ياد ځانګړي حواکونه د وري د مياشتې په ١٠مه د شوي تړون له مخې، له نرخ څخه ووتل ، خو تراوسه د لادرکه  نهوتنو په اړه معلومات نه و،چې بالاخره نن يې د ملي اردو سرتېرو ددغو کسانو د ځينو د مړو د نښو نښانو څرک ولګاوه .