Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د يوه زلمي زندۍ شوى مړى موندل شوى

تالقان (پژواک ١٧ ورى ٩٢): په تخار ولايت کې يو ځوان  کوتربازۍ ته د نه پرېښودو له امله ځانوژنه کړې او يو بل کس له مسمومېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د تخار د ملکي روغتون سرپرست ډاکټر عبدالجميل فروتن وايي، چې د ياد١٤ کلن هلک مړى تېره ورځ روغتون ته ور وړل شوى دى.

هغه د مړي د خپلوانو له قوله پژواک اژانس ته وويل، ياد ځوان وروسته له هغه چې د پلار له خوا له کوتربازۍ را وګرځول شو، د يوه څاروي په رسۍ يې په ونه پورې ځان راځوړند کړى او مړ شوى دى.

په عين حال کې يوه بل کس له مسمومېدو وروسته د تخار په ملکي روغتون کې ساه ورکړې ده.
د ياد ملکي روغتون سرپرست وايي، چې ٣٠ کلن عبدالعظيم په مسموم حالت کې روغتون ته وروړل شو، خو پنځه دقيقې وروسته يې ساه ورکړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه کس د سمي توکو د خوړلو له امله، چې تر اوسه يې ډول نه دى معلوم شوى، په داسې حال کې روغتون وروړل شو، چې د ژوندي پاتې کېدو چانس يې نه و پاتې.

خو د کورنۍ غړي يې ادعا کوي، چې هغه په ژوند کې هيڅ کومه ستونزه نه درلوده او د هغې دوا په خوړو يې، چې ګواکې د ستوني د درد لپاره دي،  روغتيايي حالت خراب شو او روغتون ته له رسېدو څو دقيقې وروسته ومړ.

د عبدالعليم د تره زوى شفيق الله وويل: ((د تره زوى مې د خپلسرې دوا په خوړو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.))

هغه زياته کړه، چې د عبدالعليم کورنۍ د تالقانو ښار په اړوند سيمه کې ژوند کوي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.