Language

هوايي بريد کې يو مهم طالب قوماندان ووژل شو

اسعداباد-هرات ښار (پژواک ١٧ ورى ٩٢): افغان او ايساف ځواکونو په يوه هوايي بريد کې د يوه مهم طالب قوماندان د وژلو خبر ورکوي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بريد پرون د کونړ د پېچ درې په ولسوالۍ کې ترسره شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې په ياده پېښه کې د حاجي متين په نوم د طالبانو يو مهم ځايي قوماندان له يوه بل ملګري سره وژل شوى دى.

ايساف وايي، چې حاجي متين افغانستان او کونړ ته د وسله والو په راوستو، د منظمو بريدونو ترسره کولو، د خلکو په وژلو، تښتولو او نورو ورانکارو کړنو کې لاس درلود.

په کونړ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن هارون يوسفزي پژواک اژانس ته د حاجي متين د وژل کېدو پخلى وکړ.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې له نوموړي سره دوه نور ملګري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار د هرات ښار د ښاروالۍ ودانۍ  مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې يو پوليس ټپي شوى دى.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د کشف امر محمدعلي دشتي پژواک اژانس ته وويل، چې ماين د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته په يوه کثافات دانۍ کې ځاى پر ځاى شوى و.

دشتي زياتوي، د سيمې د خلکو په مرسته يې دغه ماين کشف کړ، خو کله چې يې پوليسو د شنډولو هڅه کوله، پرې وچاودېد، چې له امله يې يو پوليس ټپي شو.

د نوموړي په وينا، يو بل  ماين هم د هرات ښار شمال ته د محله عباس په سيمه کې تر کشفولو وروسته شنډ شو.

Related Topics