کابل ښار (پژواک ١٧ ورى ٩١): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې راتلونکى کال د وري١٦مه به د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې پخپل وخت ترسره شي.
دغه څرګندونې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياءالحق امرخېل تېره ورځ (د وري ١٦ مه) په خپل يوه خپاره شوي پيغام کې په ډاګه کړې دي.
نوموړي ويلي، چې په هېواد کې د رڼو او سراسري ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د قوانينو له حکم سره سم د ټاکنو کمېسيون يو ځل بيا ژمنه کوي، چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ، د حکومت، مدني ټولنو، سياسي ګوندونو، نوماندانانو، رسنيو او افغانانو په مرسته به د ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره ټولټاکنې ترسره شي.
د هغه په وينا، په تېرو ۱۲ کلونو کې په هېواد کې ډېرې لاسته راوړنې شته او د نور برياليتوب لپاره راتلونکې ټاکنې له خورا زيات اهميت څخه برخمنې دي.
نوموړي زياته کړې: ((که غواړو چې ښه راتلونکی ولرو، د سيمې له هېوادونو سره سيال هېواد ولرو او همدارنګه له نړيوالې ټولنې سره د ستراتيژيک ملګري او خپلواک افغانستان په توګه پاتې شو، نو دا کار په هېواد کې د ولسواکۍ په فضا کې د سياسي قدرت انتقال په موخه له سراسري او رڼو ټاکنو څخه پرته نه شو ترلاسه کولی.))
د امرخېل په خبره، له همدغه فرصت نه په ګټې اخيستنې سره د ټاکنو خپلواک کمېسيون ژمن دی، چې د خپلو ټولو ذيدخله ارګانونو په ملتيا به د سراسري او ټولو افغانانو ته د منلو وړ ټاکنو لپاره لاره هواروي.
د يادونې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا به د غبرګولي په پنځمه په شرايطو برابرو کسانو ته د نوو کارتونو د وېش لړۍ پيل او د غويي په ۲۵مه د عامه پوهاوي يو سراسري کمپاين پيل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن