کابل ( پژواک ١٨ ورى ٩٢ ) : دامريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال اسټين Gen. Lloyd Austin) نن په ارګ کې له ولسمشر حامدکرزي سره وليدل.
د ارګ يوې سرچينې د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ليدنې پر مهال په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ هم شتون درلود.
سرچينې زياته کړې، چې په دې ليدنه کې په امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار او ددفاع پخواني وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ، د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي هم برخه درلوده.
د يادونې ده ، چې افغانستان ته تر راتګ مخکې جنرال اسټين په پاکستان کې ددغه هېواد له پوځي چارواکو سره ليدلي دي.
دغه راز پرون د امريکا لوى درستيز جنرال مارټن ډيمپسي هم افغانستان ته راغلى دى.
دغه امريکايي جنرالان په داسې حال کې افغانستان ته راغلي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه د خپلو مشورو په وروستو شېبو کې دى.
خبر او اېډېټ : جاوېد هميم کاکړ
کاپي ايډيټور : حکيم بشارت