Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز ( پژواک ١٨ ورى ٩٢) : د پکتيا شورا رييس او دکندوز ولايت دسولې عالي شورا غړى په کندوز ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو .

 د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق پژواک خبرى اژانس ته وويل ، چې ٤٥ميرزاعلي تڼى تېر ماښام ، کله چې د حاجي شهيد ساحه کې له کوره  راووت  د دوو موټر سايکل سپرو له خوا د تومانچې په ډزو ځاى پر ځاى ووژل شو .

 هغه زياته کړه، چې د بريدګرو هويت لا هم نه دى څرګند ، خو دنيولو او پېژندلو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي .

خليق زياته کړه : (( ټني له تېر يوه نيم کال راهيسې په دغه ولايت کې دقومونو د يووالي او انسجام په موخه د لويې پکتيا په نوم  دجوړې شوې شورا مشري کوله .))

 دکندوز د والي وياند وايي ، چې نوموړى د سولې عالي  شورا غړى ، سيمه ييز مخور او پخوانى جهادى قوماندان هم و ، چې د امنيت په برخه کې يې له دولت سره مرسته کوله .

د کندوز والي محمد انور جګدلک تېره شپه په دې اړه په يوه راډيويي پيغام کې ددغه مخور مړينه يوه ستره ضايع وګڼله او عاملين يې په سختو ټکو وغندل .

 د تڼي د وژنې مسووليت لا تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى .

 د ويلو ده ، چې په تېر اوړي کې د ارباب حميدالله په نوم يو سيمه ييز مخور هم د کندوز په خان اباد ولسوالۍ  کې د بريدګرو پر ډزو  ووژل شو ، چې د وژنې مسووليت يې طالبانو پر غاړه اخيستى و  .

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.