Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز (پژواک ٢٠ ورى ٩٢): د کندوز امنيتي چارواکو د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په تور، د لسو تنو د نيولو خبر ورکړ.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني نن پژواک اژانس ته وويل، چې نيول شوو کسانو له طالبانو سره نږدې اړيکې درلودې او پرون د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د اما صاحب د پوليسو په ګډه همکارۍ ونيول شول.

حسيني وويل: “دغه لس تنه يې له يو ميل کلاشينکوف سره يو ځاى د امام صاحب په درېيو سيمو کې په انفرادي ډول نيولي دي.”

هغه زياته کړه، دغو کسانو د سرحدي پوليسو په وژلو کې، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې له تاجکستان سره پر پوله وژل شوي وو، هم لاس درلود.

سرچينې د دغو کسانو نيونه، په دې ولسوالۍ کې د امنيت په ټينګښت او ارامۍ کې اغېزمنه بولي او وايي، چې اوسمهال له هغوى څخه پوښتنې روانې دي.

د امام صاحب ولسوال امام الدين قريشي پژواک اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو نيول شوي کسان د دوو پوله ساتو سرتېرو د وژلو په تور، چې دوه ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې وژل شوي وو، نيولي دي. 

په ورته وخت کې امام صاحب ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي، چې د هوا په ګرمېدو سره يو ځل بيا د ولسوالۍ په ځينو برخو کې د دولت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه پيل شوي دي.

د امام صاحب د ګنبد سيمې يوه اوسېدونکي زين الدين وويل: “د شپې له خوا طالبان په دې سيمه کې په ازادانه ډول تګ راتګ کوي، دوى يو ځل بيا په دې سيمه کې پيدا شوي دي.

د سيمې دغه اوسېدونکى وايي، که څه اوسمهال طالبان له خلکو سره کار نه لري، خو له دولته غواړي، چې له دغو کسانو د دغې سيمې په پاکولو کې اقدام وکړي.

خو د امام صاحب ولسوال په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت ترڅنګ وويل: “په هيڅ سيمه کې کومه امنيتي ستونزه نه تر سترګو کېږي.

ولسوال زياته کړه، امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ پر ټولو سيمو واکمن دي، خو د وسله والو مخالفينو فعاليت ته په کتو سره به يو ځل بيا اقدام وکړي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

امام صاحب د کندوز د مرکز شمال ختيځ ته په ٦٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.