Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عامې روغتيا وزارت : د خصوصي سکتور له پياوړتيا سره دې زياتې مرستې وشي

عامې روغتيا وزارت : د خصوصي سکتور له پياوړتيا سره دې زياتې مرستې وشي

author avatar
13 Apr 2013 - 15:54
عامې روغتيا وزارت : د خصوصي سکتور له پياوړتيا سره دې زياتې مرستې وشي
author avatar
13 Apr 2013 - 15:54

 کابل ( پژواک، ٢٤ حمل ٩٢) : نړيوال بانک او اروپايي ټولنې د پراختيايي پروګرامونو د مخکې وړلو او بنسټيزو روغتيايى خدمتونو د وړاندې کولو موخه د افغانستان دعامې روغتيا وزارت سره دخپلو مرستو د دوام اعلان وکړ.

په دې اړه د همکارۍ توافق په کابل کې لاسليک شو .

د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل وويل ، چې دفارمسۍ پياوړتيا ، د روغتونونو جوړول، دبشري سرچينو روزنه او د مختصصينو د روزنې لپاره پانګونه ددغه وزارت په پراختيايى پروګرامونو کې راځي ، چې د روان کال په لومړيتونو کې قرار لري .

 هغې همدارنګه په هېواد کې دمتوازنو روغتيايى چوپړتياوو وړاندې کول د خلکو او حکومت ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره مهم وګڼل او د روغتيايي برخې په خصوصي سکتور کې يې دنړيوالې ټولنې د لا زياتې پانګونې غوښتنه وکړه .

هغې په داسې حال کې ، چې ددغه وزارت له کړنو يې خوښي وښوده ، ويې ويل ، چې دعامې روغتيا وزارت په هېواد کې د يو ډول روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ، دتمويل کوونکو په همکارۍ لا زياتې هڅې کوي .

په کابل کې دنړيوال بانک استازي کرسيتن اورسيني (Kristeen Orsini  ) په تېره يوه لسيزه کې د روغتيايي سکتور په برخه کې لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او په دغه برخه کې يې د افغان روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت پر لوړولو ټينګار وکړ.

هغه له ٢٠١٤ زېږديز کال نه وروسته له افغانستان سره دنړيوال بانک دمرستو دوام اړين وباله او زياته يې کړه ، چې بايد په هېواد کې ټول وګړي له غوره او اغېزمنې همغږۍ سره له روغتيايې چوپړتياوو يو ډول برخمن شي .

 د”بازنگری سکتورصحت”  په نوم ناسته ، چې نن پيل شوه او سبا به هم دوام ولري ، دنړيوال بانک، اورپايي ټولنې له عامې روغتيا وزارت سره مرسته کوونکو موسسو، لکه د امريکامتحده ايالاتو نړيواله پراختيايي اداره USID دخوړو نړيوال سازمان WHO ، دکاناډا پراخيتايي ټولنې او نورو ادارو استازو په کې ګډون درلود .

دعامې روغتيا وزارت وايي ، چې په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې دروغتيايي خصوصي سکتور کړنې او روغتيايي پراختيايى پروګرامونو تر بيا کتنې لاندې نيول کېږي .

ثريا دليل يو ځل بيا دمور او ميندو، نوو زېږېدلو او ماشومان دمړينې په برخه کې دپام وړ کموالي د يادونې ترڅنګ زياته کړه : ”  داميندوارۍ پرمهال روغتيايي مرکزونو ته دښځو مراجعه او د مسلکي کارکوونکو په مرسته د زېږون ډېر والي خورا هيله ورکونکي دي .”

د هغې په وينا، اوسمهال په ټول هېواد کې شپېته سلنه وګړي، روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى لري او له هرو لسو نوو زېږېدلو ماشومانو څخه يې يو پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مري او هر دوه ساعتونه وروسته يوه مور خپل ژوند دزېږون پر مهال له لاسه ورکوي .

دا په داسې حال کې ده ، چې تېر کال له هرو ٤ نوو زېږېدلو ماشومانو څخه يې يوه خپل ژوند له لاسه ورکاوه او په هر نيم ساعت کې يوه مور دزېږون پر مهال مړه کېدله .

Views: 2

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.