Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست ( پژواک ٢٦ ورى ٩٢) د خوست  ښاري محکمې نوې ودانۍ جوړه شوه او ددې ولايت په مرکز کې د  استقلال پارک تر بيارغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ښاري محکمې ودانۍ د پرانيستلو پر مهال وويل ،چې دغه ودانۍ د امريکا متحده ايالتونو د قانون حاکميت ادارې په پنځه مېليونه افغانۍ مرسته  جوړه شوې ده .

دغه يو پوړيزه ودانۍ چې شپږ خونې ،تشنابونه او نورې اسانتياوې لري،  په شپږ و مياشتو  کې جوړه شوې ده.

د خوست استيناف محکمې رييس عبدالطواف وايي،چې محکمه په مرکز او ولسواليو کې د ځاى د کمښت ستونزه لري.

هغه زياته کړه ، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به  په مرکز کې دغه ستونزه  کمه شي، خو ټولې اړتياوې نشي پوره کولى او بايد نورې ودانۍ هم جوړې شي.

دغه راز په خوست ښار کې  د استقلال پارک تر بيارغونې وروسته پرانيستل شو.

د خوست والي وايي، د دې پارک د بيارغونې پنځه مېليونه لګښت د خوست ښاروالۍ له بوديجې ورکړل شوى دى.

د والي په وينا، د پارک دېوال،کټارې،چمنونه او د ناستې ځايونه رغول شوي،چې ورسره به د نورو اسانتياوو د رامنځته کېدو تر څنګ ، د ښار ښکلا هم ډېره شي.

د يادولو ده ،چې څلور ورځې مخکې د خوست د عدليې رياست  د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.