ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د مولانا پوهنتون رييس ووژل شو

په بلخ کې د مولانا پوهنتون رييس ووژل شو

author avatar
15 Apr 2013 - 11:19
په بلخ کې د مولانا پوهنتون رييس ووژل شو
author avatar
15 Apr 2013 - 11:19

مزارشريف (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): په بلخ ولايت کې د مولاناجلال الدين بلخي خصوصي پوهنتون رييس د نا پېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د مولانا جلال الدين بلخي خصوصي پوهنتون رييس  ظريف خان دوه ورځې مخکې  د مزارشريف ښار کمربند ته څېرمه سيمه کې د دغه پوهنتون د نوې ودانۍ د جوړېدو د چارو ارزونې ته د تګ پر مهال د  ناپېژانده وسله والو له خوا تښتول شوى و.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هغه جسد نن سهار  په دهدادي ولسوالۍ کې موندل شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې مړى يې ملکي روغتون ته لېږدول شوى او د پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

د مولاناپوهنتون د وژل شوي رييس ظريف خان زوى فريدون د مزار شريف په ملکي روغتون کې پژواک اژانس ته وويل، چې پلار يې د درېيو پخوانيو جنګي قوماندانانو له خوا وژل شوى، خو هغه د کوم قوماندان نوم ياد نه کړ.

نوموړي زياته کړه: ((د پلا ر له تښتول کېدو سره سم مو پوليسو ته ټول معلومات ورکړي وو، چې د چا له خوا تښتول شوى، خو پوليسو په دې برخه کې هېڅ اقدام ونه کړ.))

د فريدون په وينا، پلار يې د خېټې او سر په برخو کې په مرميو ويشتل شوى او د دهدادي ولسوالۍ د پشت باغ په سيمه کې غورځول شوى و.

ده وويل، چې دوى له هېچا سره شخصي بدي يا دښمني نه لري او د پلار وژنه يې سياسي اړخ لري.

خو د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى دا دعوه ردوي، چې ګوندې پوليسو په دې برخه کې هېڅ اقدامات نه دى کړى.

هغه زياته کړه، چې پوليسو ډېرې هڅې وکړې، خو د هغه په ژغورلو کې بريالي نه شول.

 د مولانا جلال الدين د لوړو زده کړو موسسه په بلخ کې لومړى پوهنتون دى ،چې اوه کاله پخوا يې په فعاليت پيل کړى  او تر اوسه يې څو دورې فارغان هم ورکړي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.