اسعد اباد ( پژواک ٢٧ ورى ٩٢ ) : د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې يوې علني محکمې د يوې ښځې د قتل په تور درېيو قاتلينو ته د مرګ سزا واوروله.
درې مياشتې وړاندې د مانوګي ولسوالۍ د درې ښار نومي کلي کې د څلورو ماشومانو مور ٢٥ کلنه مريم د څلورو تنو له خوا، چې د خاوند د کورنۍ غړي يې وو په قتل رسولې وه ، لومړی يې په چړو وهلې بيا يې حلاله کړې او وروسته يې سوځولې هم وه .
د قتل ددې قضيې علني محکمه نن په ماڼوګي ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، چې پکې د قاتل او مقتول د کورنيو غړيو هم ګډون کړى وو.
د دوسيې څارنوال لطف الله محکمې ته وويل، چې جرم مشهود دی او احسان الله په خپله د قتل اقرار کړى دى .
نوموړي له محکمې څخه د احسان الله،ميرويس اوګل امين لپاره د جزا د قانون د۳۹۵ مادې د حکم په اساس او د ښځو پروړاندې د تاو تريخوالي دمنعې د ۲۲ مادې په رعايت سره د اشد مجازات اعدام غوښتنه وکړه.
هغه د محمد امين لپاره، چې د دروغو خبر يې ورکړى د جزا د قانون ۵۰ ، ۳۷۷ او ۱۵۶ مادو د حکم په اساس ۷ کاله بند غوښتونکى شو.
مدافع وکيل محب الله فاروقي بيا محکمې ته وويل ، چې احسان الله خپله اقرار کړی هغه ته دې سزا ورکړل شي او پاتې درې نورو ته، چې قتل يې نه دى کړی و مراعت وشي.
د قضاييه پلاوي مشر قاضي بهاالدين د ټولو خواوو د ادعاګانو او شواهدو تر اورېدو وروسته د قتل په تور، تورنو کسانو ته د څارنوال د غوښتنې له مخې ، د اعدام سزا واوروله.
قاضي د محمد امين لپاره ، چې د دروغو اطلاع يې ورکړې دجزا د قانون ۵۰ ، ۳۷۷ او ۱۵۶ مادو د حکم په اساس ۷ کاله د تنفيذي بند سزا واوروله.
خو مدافع وکيل د قضاييه هيئت په پرېکړه قناعت ونه کړ او د دويمې محکمې غوښتونکی شو.
دوژل شوې مريم پلار زړور خان بيا له قاضيانو څخه مننه وکړه چې د ده د لور قاتلانو ته يې د مرګ سزا واوروله .
نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، چې ظالمانو يې لور په ډېرې بې رحمۍ او برناحقه وژلې وه . هغه زياته کړه : (( محکمه دې همدا اوس دغه کسان اعدام کړي.))
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن