Language

مزارشريف کې تر ځمکې لاندې بازار جوړ شو

مزارشريف (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښاروالۍ له خوا تر ځمکې لاندې د بازار چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د مزارشريف ښاروال محمديونس مقيم د وري په ۲۸مه د ياد بازار د پرانيستې د مراسمو په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بازار د روضې شمال ختيځ لور ته د منډوي تر سړک لاندې په ٥٠٠ متره مربع ساحه کې جوړ شو.

نوموړي زياته کړه، چې ياد بازار چارې د بلخ خصوصي سوداګريز شرکت له خوا د ۴۹ميليونه او ۷۰۰ زره افغانيو په پانګونه بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.

د هغه په وينا، ياد بازار د ٣٠ کلونو لپاره ياد شرکت ته ورکړل شوى او له دې مودې وروسته به بېرته د ښاروالۍ په واک کې ورکړل شي.

مقيم وويل، دغه بازار ۱۹۶هټۍ لري، چې بېلابېل توکي به په کې د پلور لپاره کېښودل شي.

د مزارشريف اوسېدونکي په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې بازارونو پر جوړېدو خوښ دي.

د ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمد دين پژواک اژانس ته وويل، چې تر ځمکې لاندې بازارونه د ښار د ښکلا تر څنګ د عامو خلکو لپاره د توکو پېرلو پر مهال اسانتيا هم برابروي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه ډول بازارونه، ارام او له باد او باران څخه په امان کې وي.

د مزارشريف ښاروال مقيم وويل، چې د روضې سوېل لور ته تر شاديان سړک لاندې د باختر بازار له جوړېدو وروسته دا دويم بازار  دى،  چې چارې يې بشپړيږي.

نوموړي زياته کړه،  چې دوی تر ځمکې لاندې د درېيو نورو بازارونو د جوړېدو پلان هم بشپړ کړى، چې په نږدې موده کې به يې چارې پيل شي.

Related Topics