کابل-فيض اباد (پژواک ٢٩ ورى ٩٢): ايساف وايي، د هغو عملياتو په ترڅ کې، چې په سمنګانو ولايت کې د ازبکستان اسلامي تحريک د يوه سرګروپ د نيولو په موخه او په بدخشان کې تر سره شول، ځينې وسله وال مخالفين نيولي دي.
په هغه خبرپاڼه کې، چې نن د ايساف مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ويلي، چې د سمنګانو ولايت په دره صوف پايان ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو له خوا په ګډه عمليات تر سره شوي، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
سرچينه وايي، چې دغه عمليات يې د ازبکستان اسلامي تحريک يوه مهم غړي د پلټلو په موخه، چې په سيمه کې يې مخالفين همغږي کول او خپله يې هم د افغان او ايساف ځواکونو او ملکي وګړو پر ضد سخت بريدونه پلانول، تر سره شوي دي.
ايساف د ياد ګروپ د سرنوشت په اړه څه نه دي ويلي او په ورته وخت کې يې د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د ځينو وسله والو مخالفينو د نيولو خبر ورکړى او ويلي يې دي، چې هغوى د افغان ملي اردو ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې، چې د ايساف له خوا يې ملاتړ کېږي، نيول شوي او له هغوى څخه يې ځينې مهمات هم تر لاسه کړي دي.
د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال امام الدين مطمين پژواک ته وويل، چې دغه عمليات د وردوج ولسوالۍ په تيرګرانو سيمه کې تر سره شوي او په ترڅ کې يې يو وسله وال مخالف، چې راکټي بريدونه يې پر غاړه درلودل له خپل يوه راکټ سره يو ځاى نيول شوى دى.
همدارنګه د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وويل، چې دوه نور وسله وال هم له يوه راکټ سره يو ځاى په ياده سيمه کې نيول شوي، خو زياته يې کړه، چې دغه عمليات د سيمه ييزو او سرحدي پوليسو له خوا په لاره اچول شوي و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP