ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع وزارت د يوه ډګروال د وژنې دوسيه نه څېړل کېږي

18 Apr 2013 - 16:51
18 Apr 2013 - 16:51

کابل ښار (پژواک ٢٩ ورى ٩٢): د ملي دفاع وزارت د يو وژل شوي ډګروال زوى وايي، چې پلار يې درې اونۍ مخکې په خپل کور کې د ناپېژانده وسله والو له خوا، چې د امنيتي ځواکونو يونيفورم يې پر ځانونو وو، ووژل شو، خو پوليس يې په اړه پلټنه نه کوي.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د لويې حمايې کارکوونکى ډګروال نورالله ستانکزى د روان لمريز کال د وري په څلورمه نېټه د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د کارته نو په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو په جامو کې د څو وسله والو له خوا ووژل شو.

د ډګروال ستانکزي زوى عبدالله نوري د وري په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې د وري مياشتې په څلورمه نېټه د شپې شاوخوا يوه بجه څلور وسله وال د ملي اردو او پوليسو په يونيفورم کې د دوى کور ته ورغلل.

دى وايي، چې کور يې د کابل ښار د اتمې ناحيې اړوند د کارته نو په دويم سړک کې د مهترلام بابا له جومات سره نږدې دى.

د هغه په وينا، پلار يې تر لږ مقاومت وروسته د وسله والو پر ډزو او خنجر وهلو ووژل شو.

نوموړي زياته کړه، چې وروسته ده او بل ورور يې له وسله والو سره مقاومت پيل کړ، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال وواژه او مړى يې د دوى په کور کې پاتې شو، چې وروسته نورو وسله والو پر ده او ورور يې احمدالله نوري، ډزې وکړې او ورور يې سخت ټپي شو او دى په خپله برسېرن ټپي شو.

نوري وايي، چې دغې پېښې شاوخوا ٢٥ دقيقې وخت ونيو او پاتې نور وسله وال په تېښته بريالي شول.

خو شېبه وروسته يې کور ته پوليس ور ورسېدل او وژل شوى وسله وال يې د عدلي طب د څېړنو په په پلمه له ځان سره يووړ.

د ده په خبره، د دوى کورنۍ څو ځلې د پوليسو اتمې حوزې، د کابل امنيه قوماندانۍ او د کورنيو چارو وزارت ته مراجعه کړې، خو هغوى تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي کړي.

نوموړي زياته کړه: ((حوزې ته مو د پېښې په دويمه ورځ عريضه ورکړه، خو اوس چې کله هلته ورشو راته وايي، چې د قاتلينو تعقيب موږ نه شو کولى، زموږ له صلاحيته پورته خبره ده او دا په امنيه قوماندانۍ پورې اړه لري.))

نوري وايي، کله چې امنيه قوماندانۍ ته ورشي، نو هغوى ورته وايي، چې پر قضيه يې کار روان دى، خو تر اوسه قاتلين نه دي پېژندل شوي.

د هغه په وينا، له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او له اړوندو ارګانونو غواړي، چې د پلار قاتلين يې پيدا کړي، سزا ورکړي او هويت دې يې دوى ته هم وښيي.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال جنرال دولت وزيري پژواک اژانس ته وويل، چې دى تر اوسه د پېښې په اړه کره معلومات نه لري، خو د شنبې په ورځ به يې په اړه ټول معلومات شريک کړي.

د کابل امنيه قوماندان محمدايوب سالنګي پژواک اژانس ته وويل، چې دى په يو بهرني سفر کې و او د دغې قضيې په اړه معلومات نه لري.

د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو رياست مرستيال سمونوال محمدسرور ساپي وويل، چې زيانمنو کسانو تر اوسه په دې اړه له دوى سره اړيکه نه ده نيولې او دوى ترې خبر نه دي.

د هغه په وينا، هغوى اوس هم کولاى شي، چې له ده سره په اړيکه کې شي او دى به په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

خو د اتمې حوزې امر سمونوال عبدالکريم فايق د پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې دوى د پېښې ځاى ته له پېښې لس دقيقې وروسته ور ورسېدل، خو وسله وال کسان تښتېدلي وو او وژل شوى وسله وال يې عدلي طب ته د څېړنو په موخه يووړ.

د هغه په وينا، له څېړنو وروسته د وسله والو کسانو هويت څرګند شوى او د هغوى کورونه يې هم پيدا کړي او دوى يې څو ځلې کورونو ته ورغلي، خو وايي، چې د کورونو دروازو ته يې قلفونه پراته دي.

نوموړي زياته کړه، چې ډېر ژر به دغه کسان پيدا کړي او قضايي ارګانونو ته به يې وسپاري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version