Language

شېرزي پر ځان د لګېدلو تورونو څېړنې ته د باصلاحيته پلاوي غوښتنه وکړه

جلال اباد (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د ننګرهار والي له ولسمشر کرزي غوښتي، چې پر ده د لګېدلو تورونو د څېړنې لپاره دې يو با صلاحيته پلاوى ور ولېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار ولايت سلګونو اوسېدونکو د ولسي جرګې د وکيل حاجي ظاهر قدير په مشرۍ نن (د وري ٣١مه) د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې لاريونونه پيل کړي او د دغه ښار ټولې لارې يې بندې کړې دي.

لاريون کوونکي ادعا کوي، چې والي ګل اغا شېرزي ځمکې غصب کړې او د بيارغونې په نوم راغلې پيسې يې خپل جېب ته اچولې دي.

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى پر والي لګېدلي دغه تورونه او دعاوې ردوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرها ر والي ګل اغا شېرزي له ولسمشر کرزي غوښتي، چې په دې اړه يو با صلاحيته پلاوى ننګرهار ته ور ولېږي، څو دغه موضوع له نږدې وڅېړي.

نوموړي د نورو تورونو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

دغه احتجاجي لاريون نن سهار اته بجې پيل او تر اوسه (له غرمې وروسته درې بجې) دوام لري.

سلګونو لاريون کوونکو د تورخم سړک د سره دېوال په سيمه کې، د کونړ لاره يې د بهسودو پله په سيمه کې، د کابل سړک يې د سره رود په دو سړکه کې او سوېلي ولسواليو ته لارې يې د فارم هډې په سيمه کې بندې کړې دي.

لاريون کوونکو په يوه غږ د ننګرهار پر والي ګل اغا شېرزي نيوکې کولې او ويل يې چې په ننګرهار کې يې د يوې قوي مافيايي ډلې مشري کوي، په غصب او فساد کې تر هر چا ډېر لاس لري.

دوى له مرکزي دولته غوښتنه کوي، چې والي ګل اغا شېرزى دې د حساب مېز ته راکش شي او د تېرو اتو کلونو حساب دې ولس ته ورکړي.

د دغه ولايت د مومندو شورا مشر حاجي جهانزيب خان پژواک اژانس ته وويل، چې نور په ننګرهار کې د والي ګل اغا شېرزي له ظلمه په تنګ شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په شينوارو کې يې خلک سره وجنګول، خوګياڼو کې يې سره خلک وجنګول او لسګونه خلک په کې مړه شول.))

د ده په خبره، چې والي د قومونو تر منځ د جګړې په تودولو کې په پراخ ډول لاس لري او په ننګرهار کې يې ستونزې را ولاړې کړې دي.

نوموړى وايي، چې والي د بيارغونې په نوم ٣٥٠ ميليونه افغانۍ اخيستي او په کار ده چې د دغو پيسو حساب ورکړي.

دى زياتوي: ((د سرخ دېوال ځمکه يې خرڅه کړې، دولتي ځمکې يې د ٩٠ کلونو لپاره په اجاره ورکړې او يوه ګډوډي يې رامنځته کړې ده.))

د ولايتي شورا غړى او د حاجي ظاهر استازى ذبيح الله زمرى هم ورته خبره کوي او وايي، په ننګرهار کې زرګونه خلک نن په دې موخه راوتلي، چې نور د والي ګل اغا شېرزي له کارونو په تنګ شوي دي.

د هغه په وينا، والي ګل اغا شېرزي د ننګرهار لپاره نه، بلکې د خپل جېب لپاره کار کړى او لا يې هم کوي.

نوموړى وايي: ((تر څو چې دغه فاسد والي په ننګرهار کې وي او د خپل فساد په اړه حساب ورنه کړي، موږ به خپل لاريونونه کوو.))

د زمري په خبره، والي ګل اغا شېرزي يوه مافيايي ډله جوړه کړې، چې د ننګرهار په هره برخه کې غلاوې کوي او امنيتي ستونزې يې هم راولاړې کړې دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل، چې د لاريونونو ښه امنيت يې نيولى او لا يې هم په دې برخه کې هڅې روانې دي.

Related Topics