مزارشريف (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د مدني ټولنو او د اولمپيک رياست له خوا د لسګونو نجونو تر منځ د منډې سيالي ترسره شوه.
دغه سيالي، چې د غويي په لومړۍ نېټه د څه باندې سل نجونو ترمنځ ترسره شوه، د ښار له شهيد ذبيح الله څلورلارې څخه يې تر روضې پورې نږدې دوه کيلومتره واټن منډه وکړه.
د بلخ ولايت د اولمپيک د نشراتو مدير محمداصف عالمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالي يې د دغه ولايت د مدني ټولنو په مرسته جوړه کړې وه.
نوموړي زياته کړه، چې ياده سيالي د فساد، نشه يي توکو او پر ښځو د زور زياتي پر وړاندې د مبارزې د غښتلتيا او د چاپېريال ساتنې د دود عامولو په موخه ترسره شوه.
د هغه په وينا، همداراز د نجونو له خوا د منډې سيالي په دغه ولايت کې د ورزش د عامولو لپاره هم ښه پيغام ورکولی شي.
عالمي وويل، چې په سيالۍ کې مبارکې لومړۍ مقام، حکيمه جان دويم او مرسل جان درېيم مقام خپل کړ.
په سيالۍ کې د لومړي مقام ګټونکې مبارکې، پژواک اژانس ته وويل، ډېره خوشاله ده، چې په لومړي ځل يې په علني توګه د نجونو تر منځ په ورزشي سيالۍ کې برخه واخيسته.
نوموړې له مدني ټولنو او د بلخ ولايت له چارواکو د مننې ترڅنګ له خپلې کورنۍ هم مننه وکړه، چې په دې سيالۍ کې يې د برخې اخيستو اجازه ورکړې ده.
د هغې په وينا، که چېرې د هېواد هر وګړی نر او ښځه د روانو بدمرغيو پر وړاندې مبارزه وکړي، نو لرې نه ده، چې ښې پايلې ولري.
خو د درېيم مقام ګټونکې مرسل جان بيا وويل، دا خوشاله ده، چې د شوې سيالۍ له لارې يې په هېواد کې د روانو زور زياتيو پر وړاندې د مبارزې په لړۍ کې برخه واخيسته.
نوموړې زياته کړه، چې هېواد يې د فساد د شتون او د نشه ايي توکو د کارونې له امله ستر ګواښ سره مخ دی، چې بايد هر افغان يې ساتنه وکړي.
د اولمپيک د نشراتو مدير عالمي وويل، دا لومړى ځل دی، چې په مزارشريف ښار کې د نجونو ترمنځ د فساد، نشه ايي توکو او پر ښځو د زورزياتي او د چاپېريال ساتنې په اړه د منډې سيالي تر سره کېږي.