لښکرګا (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): په هلمندکې د ملي امنيت له لوري د نيول شوي محصل په غبرګون کې لسګونو محصلينو لاريون وکړ.
لاريون کوونکو، چې شمېر يې سلو تنو ته رسېده، د غويي په لومړۍ نېټه د هلمند پر سيند د پراته پله لاره د يو ساعت لپاره بنده کړه.
لاريون کوونکو محصلينو د نيول شوي محصل د بېرته ژر خوشې کېدو غوښتنه کوله او د دولت پر ضد يې شعارونه ورکول.
د کرنې پوهنځي د دويم کال محصل سنګر مل وايي، چې پرون په شخصي جامو کې دوه تنه پوهنتون ته ورغلل او د مسعود په نوم د کرنې پوهنځي يو محصل يې له ځان سره بوت.
نوموړي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه محصل د راخوشې کېدو په اړه يې له استادانو مرسته وغوښته، خو هغوى همکاري ونه کړه، محصلين مجبور شول ، چې په لاريون لاس پورې کړي.
د رفيع الله په نوم د انجنيري پوهنځي يو محصل وايي، مسعود د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى دى، خو ملي امنيت په نا معلوم تور نيولى دى.
نوموړي پژواک ته وويل، محصلين له ډېرو ستونزو سره مخ دي، له يوې خوا يې وسله وال د زده کړو مخه نيسي او ګواښي يې، له بل لوري يې امنيتي ادارې نيسي او په بند کې يې اچوي.
دغه محصل زياتوي، چې مسعود له نږدې پېژني، نه دومره خطرناک و او نه يې د دولت ضد تخريبي فکر درلود.
د هلمند ولايت د دفتر رييس لعل محمد احمدي وايي، له محصلينو سره يې د ياد محصل د بېرته ژر خلاصولو ژمنه کړې ده.
هغه زياتوي، چې د محصلينو له لوري يو ساعت لاره تړل شوې وه، خو که د لارې بندېدو نور دوام کړى واى ښايي لاريون په تاوتريخوالي اوښتى واى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار پوهنتون محصلينو هم دوه ځلې د خپلو نيول شوو ملګرو په غبرګون کې لاريونونه وکړل او د کابل–جلال اباد لاره يې د ترافيکو پرمخ تړلې وه.