Language

سعودي عربستان ته د افغان حج‌کوونکو د لېږد بهیر سبا پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۵): یوه باوري سرچینه وایي چې سعودي عربستان ته د افغان حج‌کوونکو د لېږد بهير سبا د کابل له نړۍوال هوایي ډګره پيلېږي.

یوې سرچینې پژواک ته وویل چې نن ماښام په کابل کې د حج‌کوونکو د لېږد بهير د پرانيستې تياری نیول شوی او سبا سهار درې بجې به د کابل له نړۍوال هوایي ډګره د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتنه ترسره شي.

سرچینه زیاتوي چې دغه الوتنه مدینې منورې ته ترسره کېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر سر محقق دوکتور نورمحمد ثاقب څو ورځې مخکې ویلي وو چې سږ کال به له هېواده ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي او د تېر کال په نسبت د هر تلونکي کس په لګښت کې نږدې ۱۶ زره افغانۍ کموالی راغلی دی.

هغه ویلي وو چې سږ کال به له افغانستانه حج ته له هر تلونکي کس څخه ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ واخیستل او زیاته یې کړه چې د سږ کال حج د ټولې پروسې ټولیز لګښت ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۰ زره او ۷۲۰۰ افغانۍ دی.

د یادونې ده، تېر کال هم له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي وو.