Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تالقانو کې ١٦٠ بستريز روغتون جوړېږي

تالقان (پژواک ٢ غويى ٩٢): د تخار په تالقانو ښار کې د المان له خوا د نږدې ٩ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت يو  ١٦٠ بستريز روغتون جوړېږي.

د دغه روغتون د رغولو چارې تېره ورځ په تالقانو ښار کې پيل شوې .

د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه روغتون ودانۍ د المان هېواد په ياده مرسته په دوو راتلونکو کلونو کې بشپړېږي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه روغتون لپاره درې دوه پوړيز او يو  يو پوړيزه بلاکونه جوړېږي.

په کابل کې د المان سفارت د اقتصادي همکاريو له څانګې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ودانۍ  به د ٣٩٦ خونو په درلودو د بېړنيو خدمتونو، جدي څارنې، نسايي –ولادي  بېړني عمليات، ريکورۍ، اکسريز او فزيوتراپي برخو کې فعاليتونه ولري.

سرچينې ليکلي، چې د دغه روغتون له جوړېدو سره به د دغه ولايت نږدې يو ميليون  اوسېدونکي له غوره روغتيايي مراقبت څخه برخمن شي.

د افغانستان په شمال ختيځ کې د المان سفارت د ملکي برخې استازي هيلموت لانديس (Helmut landes) په نننيو مراسمو کې وويل، چې هېواد يې له څو کلونو راهيسې د افغانستان په شمال کې په بنسټيزو پروژو کې همکاري کوي.

هغه تر راتلونکو لسو کلونو پورې د خپل هېواد په مرستو ټينګار وکړ او زياته يې کړه: “موږ به له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته هم د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو، البته زموږ دغه مرستې به تر ډېره د بنسټيزو پروژو د پلي کولو او سيمه ييزې حکومتوالۍ په برخه کې وي.”

د تخار ولايت اوسېدونکي هم د دغه روغتون د کار له پيله خوښي څرګندوي.

د تالقان ښار  يوه اوسېدونکي محمدظريف وويل، دا چې اوسنى روغتون پرمختللي وسايل او امکانات نه لري، نو دوى اړ دي، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو ولايتونو ته ولېږدوي.

هغه زياته کړه: “موږ خپل ناروغان، کندوز، کابل، مزارشريف او يا هم پاکستان ته وړو، له زياتو ستونزو سره مخ يو، کله پيسې وي او کله نه.”

د تخار ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه لايت کې ٧٦ روغتيايي مرکزونه، دوه روغتونونه، چې يو يې ٣٠ بستريز او بل هم ٥٠ بستريز دى، فعاليت کوي، خو د خلکو اړتياوو ته ځواب نه شي ويلاى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.