بروکسل ( پژواک ٣ غويى ٩٢ ) : د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د ناتو او ايساف د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه لږه شېبه مخکې پيل شوه.
په دې غونډه کې د ناټو د ٢٨ غړيو هېوادونو او ايساف ٢٢ هېوادونو ترڅنګ د افغانستان، روسيې او پاکستان استازي هم ګډون کوي.
دغه غونډه نن د وري په ٣مه، د بلجيم په وخت د سهار په اتو بجو د ناټو د لوى سرمنشي انډرس فوغ راسموسن لخوا خبريالانو تر لنډو خبرو وروسته پيل شوه.
راسمون وويل چې په دې غونډه کې دوى ته ددې زمينه برابره شوې چې ترڅو د ناټو غړي هېوادونه تر ٢٠١٤ کال مخکې او له دې کال وروسته د رامنځته شويو امنيتي ننګونو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړي.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې به ناټو خپلو ا يساف متحدينو او روسيې سره هم په بيلا بيلو موضوعاتو بحث کوي.
راسموسن وويل چې د غونډې په لومړۍ به دمنځني ختيځ، سوريې، ترکيې ، شمالي کوريا او ځينو نورو موضوعاتو باندې هم رڼا اچول کېږي .
د ناټو لوى سرمنشي وويل چې ددې غونډې په دويمه ورځ به په ځانګړې توګه دافغانستان په اړه خبرې کوي او په افغانستان کې شوي پرمختګونه ارزول کېږي.
هغه زياته کړې : (( موږ هيله مند يو چې تر ٢٠١٤ کال وروسته دافغان ځواکونو لپاره يوه پراخه، منظمه او منسجمه بوديجه ولرو .))
د نوموړي په وينا، دغه کار ترسره کول به افغانانو ته زموږ د ژمنو يو واضح پيغام وي.
راسموسن زياتوي چې راتلونکى کال د ناټو جګړه ييز ماموريت پاى ته رسيږي او تر ٢٠١٤ کال وروسته به د روزنې، مشورې او همکارۍ نوى ماموريت پيلوي.
له دې مخکې راسموسن ويلي وو، چې په دې غونډه کې به افغانستان سره د ناټو د راتلونکو مرستو د روڼوالي په اړه له افغان حکومت سره يو تړون هم لاسليکوي.
ټاکل شوې ده، چې سبا ددې غونډې په څنډه کې دامريکا، پاکستان او افغانستان ځانګړې درې اړخيزه غونډه هم جوړه شي.
ولسمشر حامد کرزى ديوه لوړ پوړي پلاوى په مشرۍ نن په دې غونډه کې د ګډون په موخه بلجيم ته روان شوى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن