Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان ځواکونه له ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو هوايي ملاتړ ته اړ دي

کندوز (پژواک  ٥ غويى ٩٢): د امنيتي مسووليتونو د لېږد کمېسيون  مشر  وايي، چې افغان ځواکونو د جګړې وړتيا  لري، خو له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په هوايي برخه کې د ناټو مرستې ته جدي اړتيا لري.

د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي تېر ورځ ناوخته د کندوز په شېرخان بندر کې د سرحدي پوليسو په کميسارۍ کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو په ځمکنيو عملياتو کې ښه جګړه ييز ځواک موندلى دى.

هغه وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه په روان کال کې ډېرى ځمکني عمليات په يواځې ځان ترسره کړي او دا څرګندوي، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د ورته عملياتو ترسره کولو وړتيا لري.

د احمدزي په وينا، د بدخشان د وردوج ولسوالۍ عملياتو د افغان امنيتي ځواکونو يرغليز قدرت ثابت کړ، خو په دې ولسوالۍ کې يې د دفاعي تکتيکونو له اړخه  يو څه بې غوري وکړه، چې له همدې امله ځيني افغان سرتېري ووژل شول.

خو نوموړي زياته کړه، چې افغان ځواکونه له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د ناټو هوايي ملاتړ ته اړتيا لري.

له بهرنيو ځواکونو افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه په  ١٣٨٩ لمريز کال کې پيل شوه او ټاکل شوې، چې په روان کال کې بشپړه  او په افغانستان کې د بهرنيو امنيتي ځواکونو ماموريت د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه بشپړ شي.

احمدزي زياته کړه، چې څه موده وړاندې يې له ولسمشر کرزي سره امريکا ته د سفر پر مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته دې د افغان هوايي ځواکونو په پياوړتيا او د رادار سيستم په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړه: “په افغانستان کې د تلپاتې امنيت د ټينګښت لپاره د خلکو ملي ارادې او همکارۍ ته سخته اړتيا ده؛ ځکه چې دا چاره افغان ځواکونه د خلکو له ملاتړ پرته په يواځې ځان نه شي ترسره کولاى.”

اشرفي اغني احمدزي، چې د غويي په دويمه نېټه يې د امنيتي وضعيت د ارزونې لپاره بدخشان، تخار او کندوز ولايت ته سفرونه کړي، د يادو ولايتونو امنيتي وضعيت يې ښم بللى دى.

د کندوز او تخار واليانو هر يوه محمدانور جګدلک او احمدفيصل بېکزاد په شېرخان بندر کې د سرحدي پوليسو په کميسارۍ کې وويل، سره له دې چې په دغو ولايتونو کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې له پلې کولو وروسته په امنيتي وضعيت کې ښه والى راغلى، خو افغان ځواکونه لا هم سمبالښت او وسلو ته اړتيا لري.

د کندوز د ولايتي شورا رييس عبدالقدير حسين خېل په دې خبري غونډه کې وويل: “تر هغو چې افغان ځواکونو ته ښه  او مسلکي روزنه ورنه کړل شي، په اړينو تجهيزاتو سمبال نه شي، نو زما په اند به افغانستان د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د امنيت خوندي کولو وړتيا ونه لري.”

هغه هم په دې برخه کې له نړيوالې ټولنې  د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا غوښتنه وکړه.

د هېواد شمال ختيځو ولايتونو په څو ښارونو او سيمو کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد له پروسې څخه نږدې يو کال په تېرېدو دى.

د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه  د هېواد په ٨٦ سلنه خاوره کې عملې شوې او دا مهال اتيا سلنه پوځي عمليات د افغان ځواکونو تر قوماندې لاندې ترسره کېږي.

که څه هم د افغان  امنيتي ځواکونو جګړه ييزه وړتيا په بيا بيا ستايل شوې،  خو د کارپوهانو په وينا، څو چې افغان ځواکونه يرغليز او هوايي دفاعي سيستم ته لاسرسى پيدا نه کړي؛ نو بيا به هم د بهرنيو ځواکونو هوايي ملاتړ ته اړ وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.