Language

د مزار پر هوايي ډګر د سيلاب د راتلو له امله الوتنې بندې شوې

مزار شريف ( پژواک ٦ غويى ٩٢ ) : د بلخ ولايت د مزار شريف له هوايي ډګر څخه د سيلابونو له امله له تېرو درېيو ورځو راهيسې ملکي الوتنې بندې دي.

درې ورځې مخکې په دې ولايت کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سيلابونو ٢٠ تنه مړه او   سلګونه کورونه يې هم ويجاړ کړي دي.

ددې ولايت ځايي چارواکي وايي، چې سيلابونو د مزار شريف هوايي ډګر ته هم مخه کړې ، د الوتکو د ځغاستې ليکې او ترمينل کې هم اوبه ولاړې وې.

د مزار شريف هوايي ډګر د امنيت مسوول خان قوماندان د غويي په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په تېرو دوو ورځو کې له هوايي ډګر څخه ملکي الوتنې نه دي شوي.

هغه زياته کړه ، چې د سيلاب اوبه د هوايي ډګر د ځغاستې ليکې ( رن وې) او ترمنيل کې هم ولاړې وې ، خو تېره ورځ دوى وکولى شول، چې له رن وې څخه اوبه پاکې کړي او نن د ترمينل د پاکولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

د خان قوماندان په وينا، دوى هڅه کوي، چې په راتلونکو ١٢ ساعتونو کې ټولې اوبه اوباسي او هوايي ډګر د الوتننو لپاره چمتوکړي.

نوموړى وايي ، د هوايي ډګر له پوځي برخې، چې ايساف ځواکونه يې کاروي، الوتنې له معمول سره سم روانې دي.

د والي وياند منير فرهاد وايي ، چې د سيلاب له امله د هوايي ډګر په ترمينل کې ځينې ماشينونه هم زيانمن شوي دي .

هغه هم وويل، چې د نن ورځې تر پايه پورې به دا ستونزه هواره شي .

په مزار شريف کې د کام ايير هوايي شرکت ديوې نمايندګۍ مسوول پژواک ته وويل ، چې دوى هره ورځ کابل ته الوتنې لري، خو له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې هېڅ الوتنه نه ده کړې.

دغې سرچينې زياته کړه، چې په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې دوى د الوتنې پلان نه لري.

د مزار شريف له هوايي ډګر څخه د الوتنو دنه ترسره کېدو له امله خلک او سوداګر له ستونزو سره مخ شوي دي.

په مزار شريف ښار کې د سيد مسرور ساختماني شرکت مسوول محمد امين واصل پژواک اژانس ته وويل ، چې دوه ورځې مخکې کابل ته د سوداګريزو چارو لپاره يې د تګ پلان د رلود، خو د الوتنو د نشتوالي له امله يې تګ ځنډېدلى دى.

هغه زياتوي، چې په سالنګ کې د کار له امله خلک نه شي کولى، چې په وخت خپل منزل ته ورسيږي.

Related Topics