قلعه نو (پژواک ١١ غويى ٩٢): د بادغيس له نا امنې ولسوالۍ بالامرغاب څخه نن ټول بهرني سرتېري ووتل او امنيت يې افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي وايي، چې له نن وروسته به د بالامرغاب امنيت افغان ځواکونه ساتي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د بادغيس د مرکز او څلورو ولسواليو امنيتي مسووليت تېر کال افغان ځواکونو ته وسپارل شو، خو د بالامرغاب ناامنۍ ته په پام سره يې د امنيتي مسووليت لېږد وځنډول شو.
د سيدا حمد په نوم يو قومي مشر هيله من دى، چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت تر لېږد وروسته به امنيت ښه شي.
نوموړى زياتوي، له نړيوالو ځواکونو افغان هغو ته د امنيتي مسووليت لېږد د افغانانو لپاره د ملي واکمنۍ د ټينګښت معنا لري.
د هغه په وينا، چې د بالامرغاب ولسوالۍ په کليو او لرې پرتو سيمو کې وسله وال واکمن دي، که پاملرنه ورته ونه شي نا امني به نوره هم پراخه شي.
امنيه قوماندان مل پاسول شرف الدين شرف بيا په دې باوري دى، چې په بالامرغاب کې به هيڅ امنيتي ستونزه نه را پيدا کېږي.
هغه وايي، ايساف ځواکونه په رسمي توګه شپږ مياشتې مخکې له بالامرغابه ووتل، خو د وتلو او امنيتي مسووليت د لېږد مراسم يې نن ترسره شول.
په بادغيس کې د هسپانيايي سرتېرو د ولايتي بيارغونې ډلې تر څنګ يو شمېر امريکايي سرتېري هم مېشت وو.