کابل (پژواک ١٤ غويى ٩٢): ولسمشر کرزى وايي، افغانستان به هغه مهال امريکا ته پوځي اډې ورکړي، چې د افغانستان غوښتنې ومنل شي او پهر افغانستان د شويو بريدونو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.
د پوځي اډو په بدل کې له قيد او شرط پرته مرستې د تړون يو بل شرط دى، چې نن ولسمشر کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليکولو په موخه څرګند کړ او ويې ويل، چې دغه تړون بايد په افغانستان کې سوله او د امنيت ټينګښت تامين کړي.
ولسمشر کرزي، نن په کابل ښار کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې له امنيتي تړون څخه موخه په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو جوړول دي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې د امريکا پوځي اډو جوړول بايد د افغانستان ګټې خوندي کړي او امريکا بايد د هغو پلي کولو ته ژمنه واوسي.
کرزي زياته کړه، امريکا څه موده وړاندې د اډو دغه تړون افغان لوري ته سپارلى دى، خو په هغه کې د افغانستان ګټې، لکه څنګه چې بايد وي، نه وې ځاى پر ځاى شوې.
هغه زياته کړه: “د امريکا د سند پر وړاندې موږ هم خپل سند وړاندې کړ او په هغه کې مو د افغانستان ليدلورى هم ورته وړاندې کړ، چې په دغو شرطونو، دغه ډول او په يوه داسې بڼه تړون ته چمتو يو، چې په هغه کې د افغانستان خير وي؛ يعنې له افغان امنيتى ځواکونو سره داسې اساسي مرستې وشي، چې په راتلونکي کې په خپلو پښو ولاړ او مسلکي ځواک وي.”
نوموړي زياته کړه، د امريکا مرستې بايد په يوه داسې ډول وي، چې هغه د افغانستان دولت په خپله خوښه په هغو ځايونو کې چې ورته اړتيا ليدل کېږي، ولګوي.
کرزي له امريکا څخه وغوښتل، چې د افغانستان امنيت او د دغه هېواد د ګاونډيانو پر وړاندې او دغه راز د هغو بريدونو په اړه، چې له پولې اخوا پر افغانستان کېږي، خپل دريځ څرګند کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي سيمو راکټي بريدونه ترسره کېږي او تېره اونۍ د ننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ اووه ساعته نښته هم رامنځ ته شوه.
په دغې نښته کې افغان ځواکونو هغه دروازه هم له منځه يوړه، چې د پاکستانيو ځواکونو له لوري د ډيورنډ کرښې په دې لوري کې جوړه شوې وه او د لسو پاکستانيو سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو تر څنګ په کې يو افغان سرتېرى هم ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.
کرزي وويل، د افغانستان د شرطونو منلو پر مهال، له امريکا سره د افغانستان اړيکې، د هېواد په ګټه دي.
په نننۍ خبري ناسته کې له ولسمشر کرزي څخه د ولسمشرۍ دفتر ته د امريکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان (CIA) له خوا د ورکړل شويو پيسو په اړه هم پوښتنه وشوه.
څو ورځې وړاندې د امريکا نيويارک ټايمز مجلې داسې خبر ورکړ، چې سي اى اې د افغانستان د ولسمشر دفتر ته په تېرو لسو کلونو کې لسګونه ميليونه ډالره ورکړي دي.
ولسمشر وويل، چې دغه پيسې په لومړيو وختونو د ولسمشرۍ دفتر ته ورکول کېدې، خو اوس د ملي امنيت شورا ته ورکول کېږي او د دولت د کارکوونکو پر معاشونو او د هغوى په درملنه لګول کيږي.
هغه څرګنده کړه، چې دغه ډول مرستې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له يوه بل سره کېږي.
هغه دغه مرستې د افغانستان په اقتصاد او د دولت په پياوړتيا کې مهمې وبللې او زياته يې کړه، چې په افغانستان کې د امريکا د استخباراتو مشر، ولسمشرۍ ماڼۍ ته د دغو مرستو د دوام په اړه د ده غوښتنه منلې ده.
کرزي دغه ډول يادونه وکړه، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر له ايران څخه هم پيسې ترلاسه کولې، خو دوه کاله وړاندې د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږدمهالو همکاريو له تړون وروسته بندې شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن