Language

د ګوشتې جګړه د څلورو پاکستانۍ پوستو له ويجاړېدو وروسته درېدلې

جلال اباد (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د افغان ځواکونو له خوا په ګوشته کې د څلورو پاکستانيو پوستو تر له منځه وړلو وروسته په يوولسو بجو پيل شوې جګړه پاى ته رسېدلې ده.

دغه جګړه نن (د غويي ١٦مه) سهار په اته نيمو بجو وروسته له هغه پيل شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو د ګوشتې په کونڅړۍ سيمه کې د زيانمنې دروازې د بېرته رغولو چارې پيل کړې.

ياده دروازه تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د نښتې پر مهال زيانمنه شوې ده.

د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جګړه تر غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې پاى ته روسېده او وايي چې پاکستاني ځواکونه له يادې سيمې په شا تللي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې جګړه کې د پاکستاني ځواکونو څلور پوستې له منځه وړل شوې او په دې پوستو کې يې يو شمېر وسلې او مهمات هم سوځول شوي دي.

دې امنيتي سرچينې وويل، ګڼ شمېر پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او هغوى د خپلو ټپيانو په لېږدولو بوخت  دي.

په ګوشته کې دغه امنيتي سرچينه وايي، چې په دې نښته کې درې سرحدي پوليس برسېرن ټپي شوي او تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته خپلو ليکو ته ستانه شوي دي.

نن سهار د ننګرهار چارواکو پژواک ته وويل، چې پاکستاني ځواکونو له پرون راهيسې يو ځل بيا پر نړېدلې دروازې کار پيل کړى و، چې له امله يې نن د دواړو ځواکونو ترمنځ لومړى لفظي او بيا وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه.

د ګوشتې يوه اوسېدونکي نبي ګل مومند پژواک اژانس ته وويل، چې نښته روانه ده او ان د دوى په کلو کې د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

ياده دې وي، د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحد کې اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې چې پاکستاني ځواکونو په ګونڅړۍ کې دروازه ولګوله او نور تاسيسات يې جوړ کړل.

تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ جګړه کې يو افغان سرحدي پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان وو، دغه راز نږدې لسو پاکستاني ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

Related Topics