Language

مزارشريف ( پژواک ١٦ غويى ٩٢ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ١٥ وسله وال طالبان له يو شمېر وسلو سره د سولې پروسې له لارې له دولت سره يوځاى شول .

د دغه ولايت د سولې د کمېسيون رييس اختر محمد ابراهيم خېل د غويي په ۱۶مه، له غرمې وروسته د طالبانو ديوځاى کېدو په وياړ غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ۱۵وسله وال طالبان له ۱۴ميله وسلو سره له دولت سره يوځاى شوي .

نوموړي زياته کړه، چې دغو طالبانو د ياد ولايت په چمتال ولسوالۍ او د البرز غرونو په لمنو کې د دولت پر خلاف وسله والې کړنې تر سره کولې.

د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو طالبانو له امله به وخت ناوخته د البرز غرونو لمنې له ناامنۍ سره مخ وې.

د يوځاى شويو طالبانو قوماندان نبي جان پژواک ته وويل، چې دوی تر دې دمه په ناپامۍ کې د خپلو خلکو او دولت پر وړاندې وسله پورته کړې وه.  

نوموړي زياته کړه، چې دی خوښ دی، چې بېرته خپلو خلکو ته ستون شو او په سوله کې يې ژوند کول غوره کړل.

د سولې دکمېسيون مشر ابراهېم خېل وويل ،چې په دغه ولايت کې د سولې د پروسې له پيل څخه تر دې دمه ۳۰۰وسله وال طالبان  له دولت سره يوحاى شوي دي.

Related Topics