کندوز-تالقان (پژواک ٢١ غويى ٩٢): په کندوز ولايت کې د يوه محصل او خبريال او په تخار ولايت کې بيا د يوه ځوان، چې زندۍ شوى دى، مړي موندل شوي دي.
د کندوز ځايي چارواکي وايي، چې دغه دوه محصلين د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کوونکي وو او د روان کال د غويي په اتمه علي اباد ولسوالۍ ته تلل، چې د لارې په اوږدو کې لا درکه شوي وو.
دغه دوه محصلين عبدالله مجاهد او مزمل صادقي نومېدل او مړي يې تېره او نن ورځ د علي اباد او چهار درې ولسواليو ترمنځ د سيند په څنډو کې موندل شوي دي.
صادقي د محصلۍ ترڅنګ په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د يوې خصوصي راډيو خبريال و او په کندوز کې يې د کيهان په نوم راډيو سره هم همکاري درلوده.
دغه دواړه محصلين د ننګرهار ولايت د کامې او ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي وو او مړي د کندوز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکتر سعد مختار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عدلي طب د څېړنو له مخې د دغو دوو محصلينو د خولو او سر په برخو کې د مرميو نښې ليدل کېږي او مړي يې يو څه پړسېدلي هم دي.
د دغو دوو محصلينو دو ژنې په غبرګون کې نن د کندوز پوهنتون له دوو سوو زياتو مصحلينو د کندوز حوزوي روغتون مخې ته لاريون وکړ او د پېښې عاملينو د پېژندلو او نيولو غوښتنه يې کوله.
له بلې خوا د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې هم د يوه ١٦ کلن زلمي مړى په ځوړند شوي حالت کې موندل شوى دى.
د تخار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالخليل اسير پژواک ته وويل، چې دغه ځوان ابراهيم نومېږي او مړى يې د تالقانو د سراى سنګ په پنځم سړک کې په خپل کور کې موندل شوى دى.
يو شمېر ګاونډيان يې وايي، چې همايون د بې کارۍ او د خپلې خوښې له نجلۍ سره د واده نه کېدو له امله ځان وژنه کړې ده.
د محمد حسن په نوم يوه ګاونډي يې وويل، چې دغه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله نه شوى کولاى، چې له مينې سره واده وکړي، چې له همدې امله يې ځان وژلى دى.
خو د تخار ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې تر اوسه د همايون د ځان ځوړندولو اصلي علت نه دى څرګند او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د ويلو ده، تېره مياشت هم يوه ځوان خپل ځان وروسته له هغه په يوه ونه پسې را ځړولى و، کله يې چې پلار د کوتربازۍ له امله ګواښلى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP