مزارشريف (پژواک ٢١ غويى ٩٢): په مزارشريف کې د محمدمحقق په مشرۍ ((د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند)) د شمال زون رييس سردار سعيدي وايي، چې تېره شپه يې پر کور د بريد هڅه شوې وه.
سردار سعيدي د غويي په ۲۱مه په مزار شريف کې پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې تېره شپه درې نيمې بجې يې کور ته يو کس د نامعلوم هدف لپاره ور اوښتى و.
نوموړي زياته کړه، چې دغه کس د ګاونډي د کور له لوري، چې د ده له کور سره شريک دېوال لري، وراوښتى و.
د هغه په وينا، له را اوښتو سره سم پرې د کور د ساتونکي پام شوى او او ډزې يې پرې کړې دي.
هغه زياته کړه، دغه کس ټپي شوى او له کوره د باندې په کوڅه کې د بېهوښۍ په حال کې پوليسو نيولى دى.
نوموړي زياته کړه، اوس څه نه شي ويلى، چې ياد کس ولې د ده کور ته ور اوښتى، خوا وايي: ((دا ښکاره ده، چې په نيمه شپه کې د چا کور ته او بيا هم د سياسي خلکو کور ته څوک پرته له کوم خطرناک هدفه نه راځي.))
خو د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس د يادې پېښې د پخلي تر څنګ پژواک اژانس ته وويل، چې د سرادر سعيدي کور ته اوښتى کس د ده د وژنې په موخه نه بلکې د غلا په نيت کور ته ور اوښتی و.
نوموړي زياته کړه، چې دغه کس د پښو په برخه کې ټپي شوى او بيا وروسته پوليسو نيولى، خو اوس يې روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى.
د هغه په وينا، نيول شوی سيد رحمت الله نومېږي او د بلخ ولايت له هغو غلو څخه دی، چې پوليس يې د نيولو په هڅه کې وو.
سردار سعيدي له امنيتي مسوولينو د پېښې او د نيول شوي کس په اړه د سمو څېړنو غوښتنه وکړه.