Language

وسله والو په بلخ د يوه شرکت درې کارکوونکي ووژل

مزارشريف (پژواک ٢١ غويى ٩٢): د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو د سړک جوړونې د يو شرکت شپږو کارکوونکو ته له مرګ ژوبلې اړولو وروسته اته موټر سوځولي دي.

د يوه بل خبر له مخې، همداراز په چمتال ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله دوو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس د غويي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه تېره شپه دوه بجې د دولت اباد ولسوالۍ په ختيځ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دې سيمه کې د سخي زاده په نوم شرکت د دولت اباد ولسوالۍ او خيراباد سيمې ترمنځ د ۲۷کيلومتر سړک پر جوړونې کار کاوه.

د هغه په وينا، تېره شپه د ياد شرکت پر امنيتي پوستې، ناپېژانده وسله والو بريد کړی، شپږو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې او اته موټر يې هم سوځولي دي.

احساس وويل، په پېښه کې د شرکت درې کاريګر وژل شوي او درې نور ټپيان دي، چې په وژل شوو کې يو پاکستانی انجنير هم شامل دی.

نوموړي زياته کړه، چې د ياد سړک د جوړونې چارې د سخي زاده شرکت پر غاړه دي او د دغه شرکت کاريګرو پرې کار کاوه.

د دولت اباد ولسوال اميرشاه خان هم پژواک ته د پېښې پخلی وکړ.

د هغه په وينا، دوه مياشتې مخکې د ياد شرکت له خوا د دغه سړک سروې شوې او له تېرو شلو ورځو راهيسې يې پرې کار پيل کړى دى.

نوموړي وويل، چې اوس د شرکت کارکوونکي د سړک په اوږدو کې د پلګوټو پر جوړولو اخته وو او چارې يې پای ته رسېدونکې وې.

د دې ولسوالۍ د پراختيايي شورا غړي او قومي مشر محمدکريم پژواک اژانس ته وويل، چې پېښه د ولسوالۍ او خيراباد سيمې تر منځ په قره قوژله سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، عام اوسېدونکي د پېښې تر څنګ د سړک جوړونې د پاتې کار په اړه هم اندېښمن دي.

امنيه قوماندان سالم احساس همداراز په چمتال ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د دوو سيمه ييزو پوليسو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړ.

نوموړي زياته کړه، چې تېره شپه ناوخته د يادې ولسوالۍ په عليزو کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې په کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د هغه په وينا، د پېښې په تور يې درې تنه نيولي، هغوى پر خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې له وسله والو طالبانو سره تړاو لري.

خو وسله والو طالبانو تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics