Language

مزارشريف (غويى،۲۳مه ۹۲): د بلخ ولايت په چارکنت ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي سرښوونکى ووژل شو.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دوراني،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سرښوونکى سيغاني نومېده او د چارکنت ولسوالۍ د رجينګ ښوونځي سر ښوونکى و.

د هغه په وينا، نن ترغرمې وروسته په ياد ښوونځي کې د څه جنجال له امله د دوه لوريو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شو، چې په پايله کې يې سيغاني ووژل شو.

نوموړي زياته کړه، چې دغه سرښوونکى په همدې ورځو کې د نهرشاهي ولسوالۍ له يوه ښوونځي څخه د رجنيګ کلي ښوونځي ته د سرښوونکي په توګه ګومارل شوى و.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې دوی لا هم د سرښوونکي د وژل کېدو د لامل په اړه معلومات نه دي تر لاسه کړي، خو سيمې ته يې امنيتي پلاوی استولى، چې پېښه له نږدې وڅېړي.

د بلخ ولايت د پوهنې رياست وياند محمد کبير پژواک ته وويل، چې دوی له پېښې خبر شوي، خو په اړه يې لا کره معلومات نه لري.

نږدې دوه مياشتې وړاندې هم د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې دوه ښوونکي چې له مزارشريف ښار څخه يادې ولسوالۍ ته تبديل شوي وو، پر لاره د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شول.

Related Topics