Language

ملا معتصم د طالبانو په تحريک کې د بدلونونو غوښتنه کړې

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): پخواني طالب چارواکي ملا اغا جان معتصم د طالبانو په تحريک کې د يو لړ بدلونونو غوښتنه کړې ده.

ملا معتصم دغه څرګندونې د (الراى) په نوم  له يوې عربي ورځپاڼې سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي. 

 نوموړى د وسله والو طالبانو يو له بنسټګرو او د هغوى د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزير و.

اغاجان په  ٢٠١٠ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له يوه بريده روغ ووت، وروسته د ترکيې هېواد ته ولاړ او اوس هلته اوسېږي.

نوموړى وايي، اوس دې ته اړتيا ده چې په افغانستان کې يو داسې افغان شموله نظام رامنځته شي، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ  وي.

د اغا جان په باور، د دغه ډول نظام په رامنځته کېدو به په هېواد کې روانه دېرش کلنه جګړه پاى ته ورسېږي او افغانان به په ګډه له يو بل سره په سوله او امنيت کې ژوند وکړي.  

هغه وايي، له طالبانو جلا نه دى، خو په دې ډله کې د يو لړ داسې بدلونونو غوښتونکى دى، چې د هېواد او ولس په ګټه تمام شي.

ملا معتصم وويل، افغانانو ته په کار ده ، چې له جګړو او ورور وژنې لاس واخلي؛ ځکه چې وينه تويونه د هېچا په ګټه نه ده.

نوموړى وايي، له سياسي لارو به کوښښ وکړي، چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي او په دې برخه کې يې تر ډېره بريده بريالىتوبونه ترلاسه کړي دي.

ملا معتصم هېواد ته د راستنېدو لېوالتيا ښودلې، څو له خپلو افغانانو سره شريک ژوند وکړي.

هغه له امريکايانو غوښتي، چې په صادقانه توګه دې د سولې په پروسه کې کار  وکړي، ځکه چې په جنګ کې برياليتوب ناشونى دى.

د طالبانو دغه پخوانى چارواکى په افغانستان کې د جګړو سخت مخالف دى، دى پر سوله او خبرو باور لري.  

نوموړي زياته کړه: (( د ملا عمر او اسامه بن لادن په فکر او سوچ کې توپير موجود وو، خو بيا هم ملا صيب اسامه ته د يوه مېلمه په توګه احترام درلود او اسامه هغه ته په يو خاص درناوي قايل و.))

د هغه په وينا، ملا عمر اوس هم ژوندى دى خو له چا سره ليده کاته نه کوي.

ملا معتصم په افغانستان کې د امنيت او سولې د ټينګښت لپاره د بهرنيانو د لاسوهونو بندېدا او د سولې لپاره د خبرو اترو د يو داسې ميکانيزم جوړېدل اړين بولي، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

نوموړي له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو ايستل هم د سولې پروسې د پر مخ وړو لپاره اړين بولي.

د ملا معتصم په اند، که چېرې په افغانستان کې ښکېل اړخونه د بهرنيانو له وتو مخکې پر يوې ملي اجنډا تفاهم ونه کړي ، د دې امکان شته چې په افغانستان يوځل بيا  کورنۍ  جګړه  پيل شي.

هغه وايي، القاعده بېرته افغانستان ته نه راځي؛ ځکه چې د ده په وينا، اوس په عربي نړۍ کې حالات بدل شوي دي.