Language

ګرشک کې يو صراف ووژل شو

لښكرګاه (پژواك ۲۵ غوايى ۹۲): د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د وسله والو له لوري يو صراف په خپل دوکان کې ووژل شو.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غويي په ۲۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، نن غرمه دوو تنو د چاقو په وسيله د اغاولي په نوم صراف وژلى او د هغه وراره يې ټپي كړى دى.

عمر ځواک زياتوي، ياد کسان چې د صراف پيسې يې هم له ځان سره وړې، تښتېدلي، خو د پوليسو له لوري يې د نيولو لټه پيل شوې ده.

د ګرشک اوسېدونکى ولي محمد وايي، چې دوه صرافان په خپلو هټيو کې د تومانچو پر ډزو وژل شوي او وژونکي يې تښتېدلي دي.

Related Topics