ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ سلګونه خلکو د پاکستان پر خلاف لاريون وکړ

د بلخ سلګونه خلکو د پاکستان پر خلاف لاريون وکړ

author avatar
16 May 2013 - 14:09
د بلخ سلګونه خلکو د پاکستان پر خلاف لاريون وکړ
author avatar
16 May 2013 - 14:09

مزارشريف (پژواک ۲۶غويى ۹۲): د بلخ  په مرکز مزارشريف ښار کې د پاکستان پر خلاف او د ملي ځواکونو په ملاتړ، د دې ولايت سلګونو اوسېدونکو نن لاريون وکړ.

لاريون  د ويښ ځوانانو غورځنګ، د شمال  خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې، د بلخ پوهنتون  محصلينو ټولنې، له شماله خپرېدونکې پسرلي سياسي مجلې او پرخې ادبي او ټولنيزې مجلې له خوا تر سره شو.

د لاريون ګډونوالوشمېرشاوخوا ٥٠٠ تنو ته رسېده، د مزارشريف ښار له سينا لوبغالي پيل ، نږدې درې کېلومتره واټن مزل يې وکړ،لاريون کوونکو د ملي ځواکونو په ملاتړ د پاکستان  پرضد شعارونه ورکول.

په بلخ کې د ويښ ځوانانو د غورځنګ مشر، غلام رسول ملکزي ، پژواک خبري اژانس ته وويل، لاريون يې په دې وروستيو کې د پاکستان له خوا په ګوشتې ولسوالۍ کې د نظامي تاسيساتو د جوړولو او پر افغان خاوره د بريد په غبرګون کې وکړ.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د ډيورنډ تپل شوې کرښه نه منو او د پاکستان پرخلاف د هر ډول اقدام ملاتړ کوو.))

د هغه په وينا، په دغه لاريون کې د بلخ ګډو قومونو برخه اخيستې وه، چې د پاکستان پر خلاف په وروستيو پاڅونونو کې د هېواد له نورو اوسېدونکو سره خپل غږ يوځای کړي.

له مزل وروسته، لاريون د غونډې شکل  غوره ، چې يو شمېر مشرانو په کې ويناوې وکړې.

د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې غړي او د بلخ پوهنتون استاد پوهندوی غلام فاروق خپلواک د وينا په ترڅ کې وويل، چې افغان ولس د ډيورنډ کرښه نه مني او په دې برخه کې د پاکستان هر اقدام پارونکى بولي.

نوموړي زياته کړه: ((ډيورنډ کرښه د انګريزانو له خوا د افغانستان او هند تر منځ په غير قانوني ډول کښل شوې او افغان حکومت دې د پاکستان پر ځای له هند سره خبره وکړي.))

د لاريون ډېری ګډونوالو پر خپلو سرونو او مټو سپينې جنډې، چې (ژوند ژوند لوی افغانستان) پرې ليکل شوي وو، تړلې وې او د (مرګ په پاکستان) او (ژوندي دې وي ملي ځواکونه) شعارونه  ورکول.

همداراز  لاريون  کوونکو په ګوشته کې  وژل شوي افغان سرتيري قاسم خان مجاهد روح ته دعا هم وکړه.

لاريون د سهار په نهو بجو پيل په يوولس بجو په سوله ييز ډول د څلور ماده ييز پرېکړه ليک لوستلو څخه وروسته، چې په کې د ډيورنډ د نه منلو، د افغان ځواکونو د ملاتړ او د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې د افغانانو د سياسي او ولسي يووالي وړانديزونه شوي وو، په ملي اتڼ پای ته ورسېد.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند، شيرجان دراني پژواک ته وويل، چې د دغه لاريون امنيت د پوليسو له خوا په ښه ډول نيول شوی و او په سوله ييز ډول  پاى ته ورسېده.

په دې وروستيو کې، د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا د نظامي تاسيساتو د جوړولو په غبرګون د افغانستان د شمال په سرپل، بغلان، کندوز او فارياب ولايتونو کې هم لاريونونه ترسره شوي وو.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.