مزار شريف ( پژواک ٢٦ غويى ٩٢) : لسګونه لاريون کوونکو په سمنګان ولايت کې د جمعيت اسلامي ګوند د دفتر مشر د وژنې په غبرګون کې نن سهار د دوو ساعتونو لپاره د مزار_ پلخمري لاره وتړله.
د سمنګان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد اکرم بيګزاد د غويي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل،په سمنګان کې د جمعيت اسلامي د دفتر سرپرست مولوي عبدالواحد او ورسره ملګرى يې قاري عنايت الله بېګا ناوخته وسله والو ووژل.
د نوموړي په وينا، دوى د ماخوستن له لمانځه وروسته له جوماته د کور پر لور روان وو،چې نا پېژاندو وسله والو پرې ډزې وکړې او ځاى پر ځاى يې ووژل.
د امنيه قوماندان په خبره، د دې وژنو په غبرګون کې خلک وپارېدل او نن سهار يې له شپږ تر اته بجو پورې د دوو ساعتونو لپاره د مزار – پلخمري لاره وتړله.
دى زياتوي ،چې د مولوي عبدالواحد او قاري عنايت د وژنې په تور يې نن سهار څلور تنه نيولي دي.
د سمنګان د ولايتي شورا رييس وايي، لاريون کوونکو،چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده د مولوي عبدالواحد او قاري عنايت الله جنازې له ځان سره لېږدولې .
هغه وايي،پوليس ونه وتوانېدل ،چې د لاريون کوونکو مخه ونيسي او دغه لويه لاره پرانيستل شي.