Language

مزارشريف ( پژواک ٢٨ غويى ٩٢ ) : د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ((هفت)) تر سرليک لاندې د نړۍ د اوو هېوادونو د ښځو د حقوقو د فعالينو داستان واورول شو.

دغه غونډه، چې د غويي په ۲۸مه، د سويډن هېواد له  خوا جوړه شوې وه، د شمال زون د بېلا بېلو ولايتونو د ښځو چارو د رييسانو سربېره، د ښځو د حقوقو په اړه د مدني ټولنو استازو هم برخه اخيستې وه.

په شمال زون کې د سويډن ملکي استازي هينريک هولن د غونډې په پيل کې وويل، چې دوی د نړۍ د اوو هېوادونو د ښځو د حقوقو د اوو مېرمنو داستان وړاندې کړ، چې د افغانستان مېرمنې ترې د خپلو حقوقو د تر لاسه کېدو اسانې لارې ومومي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه اوه داستانونه، د افغانستان په ګډون د نايجريا، روسيې، ايرلينډ، ګواتيمالا، هالنډ او پاکستانو اوسېدونکې، چې له ډېرو سختيو ګاللو وروسته اوس په خپلو هېوادونو کې د ښځو د حقوقو د تر لاسه کېدو فعالانې دي.

په دغو مېرمنو کې له افغانستان څخه د فرشته عزيزي په نامه د مېرمن يادونه وشوه، چې دمګړۍ له دوه اولادونو سره په امريکا کې ژوند کوي.

د فرشتې عزيزي د داستان له مخې، نوموړې د طالبانو د دورې پر مهال د ښځو د حقوقو د تر لاسه کېدو غږ پورته کړی و، چې له سختو کړاونو ګاللو وروسته په امريکا متحده ايالاتو کې د سياسي پناه پر اخيستو بريالۍکېږي.

نوموړې دمګړۍ په افغانستان کې د ښځو د حقوقو تر لاسه کېدو په اړه کار کوي.

د سرپل د ښځو چارو رييسه نسيمه ارزو چې په ياد پروګرام کې يې برخه اخيستې وه، پژواک اژانس ته وويل، چې ورته پروګرامونه د افغان مېرمنو لپاره خورا ګټور تمامېدی شي.

نوموړې زياته کړه، چې دمګړۍ په سرپل کې مېرمنې له ناامنيو سر ټکوي، د زده کړو او روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي سره مخ دي.

د هغې په وينا، که د افغانستان کلي ولټول شي، نو د فرشتې عزيزي په څېر به لسګونه داستانونه نړيوال وګوري.

د بلخ د والي مرستيال محمدظاهر وحدت چې په پروګرام کې يې برخه اخيستې وه، له سويډن څخه د مننې تر څنګ زياته کړه، چې افغان مېرمنې بايد د خپلو حقوقو لپاره پخپله ټينګه مبارزه وکړي.

نوموړي د اوو  هېوادونو د مېرمنو داستانونه د افغان مېرمنو د ژوند لپاره ګټور وبلل. 

Related Topics